د حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی محمد امین احمدي نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د سولې په خبرو کې د اندېښنو او د ښځو کم رنګه ونډې ته په اشاره او همداراز د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو څخه د ځانکړي تعریف د نه موجوديت ترڅنګ وایي، تر دا مهاله له طالبانو سره د سولې خبرو کې د ښځو د حقونو په اړه بحث نه دی شوی.
نوموړی وايي: « افغانستان کې هغو کسانو ته چې د فکر خاوندان دي، دومره فرصت نه ورکول کېږي، کوم کسان چې یو څه د ویلو لپاره لري، سیاسي کسان یې څنګ ته ساتي، هغوی ته ان د خبرو کولو فرصت نه ورکوي.»
خو د حکومت د مذاکراتي پلاوي بله غړې فوزیه کوفي که څه هم وایي، د سولې د روانو خبرو په اجنډا کې ترټولو اړین بحث د ښځو د حقونو دی؛ خو ټينګار کوي چې له سیاسي جوړښتونو سره د یوې هوکړې رسېدو څخه وړاندې پر دې موضوع خبرې کول ښایي سمه پایله ونه لري.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو له پیل راهیسې په یاد بهیر کې د ښځو د کمرنګې ونډې له کبله یاد بهیر له اندېښنو سره مل و.
د ښځو د حقونو فعالانې په یاد بهیر کې د یو شمېر ښځو موجوديت سمبولیک ګڼي او د سولې په بهیر کې د ښځو د حقیقي او معنا لرونکي ګډون غوښتونکي دي.