عاقله چې له رنګه زېړه او د ناروغۍ نښې نښانې پهکې له ورایه ښکاري، د افغانستان سرپرست حکومت سترې محکمه کې د خپلې قضیې د حل پر لټون راوتلې.
له درده ننوتې او له اوښکو وچې سترګې یې پر ما ولګېدې، پر هغې مې سلام کړ، هغې په وېره او غلی راته علیک کړ. له روغ بړ وروسته په دې پوه شوه چې زه خبریاله یم.
له هغې مې د نوموړې د قضیې په اړه وپوښتل چې څنګه محکمې ته راغلې؟، هغې د خپلې پښو پولۍ ته په اشارې سره وویل چې هره ورځ دلته د خپلې قضیې د حل په هیله راځي، خو په وینا یې، تراوسه یې د حل څرک نهلیدل کېږي.
هغه وايي، د معدې پر سرطان اخته ده او د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېر وخت نهلري، خو غواړي، له هر څه وړاندې د خپلې کوچنۍ ماشومې برخلیک مشخص کړي.
عاقله پنځه کاله وړاندې هغه مهال چې د اوو میاشتو اومېندواره وه، خاوند یې ترکیې ته لاړ او دا او ماشومه یې یوازې پرېښودل. هغې وویل: «له واده وروسته دوه میاشتې راسره ښه و، له هغه وروسته جنګونه او تاوتریخوالی شروع شو او په نه خبره به شخړې وې، پرېکړه یې وکړه چې بهر ته لاړ شي؛ خو زه خبره نهوم. احوال ترې نهلرم، ماشومه مې اووه میاشتې په غېټه کې وه، یو لباس مې نهدرلود، بلاخره په سرطان اخته شوم.»
د عاقلې له درده ډکه کیسه دلته نهخلاصېږي، بلکې هغې راته د خپل خاوند د کورنۍ د غړیو د ظلم او ستم هم وویل چې اورېدل یې زړه غواړي. هغه وايي، د خاوند د کورنۍ له لوري پر «ناوې» ظلم یو دود دی، خو دا ظلم بیا هلته د درد له دروازې ورتېرېږي چې خاوند یې هم ملاتړ ونهکړي.
د نوموړي په وینا، له ظلمو او کړاونو وروسته یې د خاوند کورنۍ، هغه له کورباسه، ځکه خاوند یې هېره کړې او خسرګنۍ کې د شپږمې ګوتې په څېر وه.
عاقله اوس له خپلې څلورکلنې لور سره د پلار کور کې ژوند کوي او د خپل خاوند راستنېدو ته په تمه ده او له همدې امله یې محکمې ته مراجعه کړې، څو خپل برخلیک معلوم کړي. خو محکمې کې ورته ویل شوي چې باید د خپلې قضیې د څېړنې لپاره باید یو کال نوره هم په تمه شي. «محکمې ته چې لاړم، وویل، موږ هغه دوسې چې له تېر کال پاتې، څېړوو، وویل چې ښايي بل کال درته نوبت ورسېږي.»
د افغانستان سترې محکمې ته هره ورځ زرګونه قضیې د څېړنې، حل او ارزونې په موخه ورځي چې ښځې هم دې ادارې ته د خپلو قضیو حل په موخه مراجعه کوي.
عاقلې وویل: «خاوند مې پرته له دې چې ما خبره کړي، دویم واده یې وکړ او دوهنیم کاله کېږي چې امریکا ته تللی.» دا خبرې د ثریا دي، هغه مېرمن چې نهه کاله یې له خپل خاوند سره ګډ ژوند کړی او د نظام له بدلون وروسته یې خاوند هغه پرېښې او امریکا ته ترې تللی دی. ثریا اوس له خپلې اووه کلنې او څلورنیم کلنې لورګانو سره یوازې ژوند کوي. «نه پوهېږم چې خاوند مې کله واده کړی. دوهنیم کال کېږي چې خاوند مې امریکا ته تللی، اول ترې خبره نهوم.
سترې محکمې ته څېرمه ډېری داسې نورې ښځې هم شته چې د خپلو قضیو حل لپاره راغلي، خو د کورنیو او ټولنیزو محدودیتونو له امله نهغواړي له موږ سره خبرې وکړي. زحل «چې دا یې مستعار نوم دی» د خپلې قضیې حل لپاره دې ادارې ته راغلې، وايي: «۱۲کاله وړاندې مې پلار راته وویل، که تنور کې هم لوېږې، باید له دغه کس سره واده وکړې.»
هغه چې ټولنه کې د واکمنو دودونو له امله قرباني شوې، په کوچنيوالي کې د هغه کس په نوم شوې وه چې دولس کاله وړاندې یې د پلار په غوښتنه او ټينګار ورسره واده کړی و. هغه وايي، دولس کاله یې د خپل خاوند ظلم او وهل-ټکول دې او اولادونو یې زغملي او په وینا یې، د خاوند اخلاقي کمزورتیا بل هغه څه وو چې دا یې اړ کړه، محکمې ته مراجعه وکړي.
زحل وايي، دوه کاله وړاندې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت منسوبینو، د دې خاوند د نامشروع اړیکې په جرم ونیوه او له یوه وخت وروسته د دې لپاره چې له زندان خوشې شي، له هماغې نجلۍ سره یې واده وکړ چې نامشروع اړیکې یې ورسره لرلې. هغه وايي، دوه کاله کېږي چې د تفریق غوښتنه کوي، خو په وینا یې، تراوسه یې برخلیک نهدی روښانه شوی او اولادونه یې هم خواښې ته ورکړل شوي دي.
زحل هم له خپلو اولادونو د لرېکېدو له درده ډکه کیسه لري او وايي چې له خپلو اولادونو پرته ژوند نهشي کولای. «پنځه دقیقې کله چې هغه په کور کې و، هغه پلمې کولې او زه به یې وهلم. هغه به زه یوازې نهوهلم، زما ماشومان به یې هم وهل. خاوند مې ډېر بدکاره او عیاش سړی دی. دی نهیوازې زما او زما د ماشومانو ژوند، بلکې د زرګونو خلکو ژوند تباه کړ. په دې حالت کې د ښځو غږ نه اورېدل کېږي. زه هم خپل ثبوت لرم، اسناد لرم، دوه کاله کېږي چې زما قضیه نهده حل شوې. زه محکمې ته ځم او بېرته راځم، زما په قضیه کې هیڅ پرمختګ نشته.»
په دې راپور کې مو د حسینا په نوم له یوې مېرمنې سره هم خبرې وکړې چې یوولس کاله وړاندې هغه مهال چې ۱۵کلنه وه، په جبري توګه واده کولو ته اړ شوې وه. هغه وايي، د خاوند له لوري وهل-ټکول او تاوتریخوالی یې زغمه، تر هغه چې خاوند یې طلاق کړه او د ماشومانو له لیدو یې محرومه کړه. هغه د دې کار لامل د خپل خاوند د کورنۍ د غړیو لاسوهنې بولي.
حسینه زیاتوي: «ما د خپل خاوند ډېر دردونه او کړاوونه زغملي دي. ما د هغه ډېر ظلمونه زغملي دي. بالاخره داسې پېښ شول چې په وروستۍ شېبه کې یې په یوه بېاهمیته خبره کې ماته طلاق راکړ. هغه زه له کوره بهر راوایستلم. زما واده زما په خوښه نه و، دا زما د مور او پلار په خوښه وو، ځکه چې زه پېغله وم، ما واده وکړ کله چې زه ۱۵کلن وم.»
حسینا همداراز وايي، له خپلو اولادونو یوه میاشت لرېوالی ورته ډېر ستونزمن و. د نوموړې په وینا، که خاوند یې وغواړي، دا ورسره یې تاوتریخوالي ډک ژوند تېرولی شي، خو د خپلو څلور اولادونو د لريوالي توان نهلري.
حسینا د خپل برخلیک معلومولو لپاره د کابل ده سبز ولسوالي ته مراجعه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې خپله قضیه رسمي کړي، خو په لومړي ګام کې ورته وویل شول چې له خپلو اولادونو د ساتنې حق نهلري او هغه به یې خاوند ته ورکول کېږي.
هغې وویل: « هغه زیاتوي: «زه له حکومته غوښتنه کوم چې یوه مور د خپلو اولادونو لپاره ډېر تکلیفونه ګالي؛ ما لوږه، ظلم، هر څه زغملي، غوښتل مې اولادونه کې یو ځای ته ورسېږي، زه هیله لرم چې اولادونه مې له ما سره وي، هېڅ څه نهغواړم، نه پیسې نه لګښت. په خدای سوال کوم، خیرات راټولوم، خو اولادونه مې یوځای ته رسوم.»
فهیمه هم چې د یوې مدني دعوې لپاره له تېر یوه کال راهیسې محکمې ته راتله، اوس یې د قضیې حل نوبت راغلی دی. هغه وايي، له واده درې کاله وروسته یې خاوند مړ شوی او اوس دوه کاله کېږي چې د میراث او مهر غوښتنه کوي، خو بنزیان یې دا حق نهورکوي.
هغه وویل: «هر څومره چې ورته په تمه شوم، چې حق به مې راکړي، خو دوی بابېزه وګڼله، زما ستونزه یې په پام کې ونهنیوله. د سترې محکمې رییس استعلام داد او وویل چې مشرانو پر مټ مې ستونزه حل کړم، دوه ناستې مو وکړې، یوه کور کې او بله د خاوند کور کې.»
وروسته له هغې چې د مشرانو ناستې پایلې ورنهکړې، فهیمه اړ شوه چې بېرته محکمې ته مراجعه وکړي او دعوا جوړه کړي، خو دا ځل هم د محکمې لهخوا یې دعوا رد شوه. هغه وايي، د ښځینه مدافع وکیلانو نشتون دوی ته ګڼې ستونزې رامنځته کړي او په وینا یې، نارینه مدافع وکیلانو ته د خپلې قضیې ټول اړخونه نهشي بیانولی.
هغې وویل: «ښځه وکیله چې وي، کولای شې ټولې ستونزې ورته ووایې، ورته ووایې چې دا ستونزه لرم، که ښځینه وکیله وي، کولای شو خپلې ټولې ستونزې ورته دانه دانه ووایو، ښځینه وکیله ډېره مهمه ده.»
په همدې حال کې یوشمېر هغه ښځینه وکیلانې چې جمهوري نظام کې یې د ښځو د بېلابېلو قضیو وکلات کړی، وايي چې د نظام بدلون سره عدلي او قضايي بهیر کې د پام وړ بدلون راغلی او د قضیو ارزونې او څېړنې لړۍ ځنډنۍ شوې.
د مخکیني حکومت پرمهال یوې مدافع وکیلې اندېشه رحماني وویل: «پخوا به کورنیو قضیو درې میاشتې تر شپږو میاشتو وخت نیوه، له کور تېښته او تاوتریخوالي ته به لومړیتوب ورکول کېده او ډېر ژر به حلېده، خو اوس د دوسیې له امله کورنیو قضیو ته رسېدنه نهکېږي، که سال هم پرې تېر شي، لومړیتوب نهورکول کېږي.»
په همدې حال کې عدلي او حقوقي برخو کې ښځینه فعالانې وايي چې دې برخو کې له کار د ښځو مخنیوی لامل شوی چې ډېری قضیې همداسې تړلې پاتې شي.
د ښځو حقونو فعاله حمیرا فرهنګیار وویل: «ځینې کورني تاوتریخوالي او ستونزې شته، ځینې قضیې شته چې حتا سړي ته ویل یې، لامل کېږي چې چې وتړل شي. ټولنه کې د ښځو شتون اړین دی، څو یوه خور وکولای شي، په ارامه فضا کې له هر ډول ازا او اذیت پرته خپله قضیه حل او فضل کړي.»
د سرپرست حکومت ویاند ذبېحالله مجاهد بیا سلاموطندار ته وايي، که څه هم تراوسه د ښځو اړوند قضیو هواري لپاره ځانګړې تګلاره شتون نهلري، خو په وینا یې، ښځې د سترې محکمې عامه برخو ته مراجعه وکړي او د خپلې ستونزې هواري لپاره نارینه مدافع وکیل ونیسي.
نوموړي وویل: «زموږ خویندې د نارینهوو په څېر کولای شي، محکمو ته مراجعه وکړي، البته ښځینه وکیلانې نهلرو. خو په عمومآ کې دوی مدافع وکیل نیولی شي، له هغې ډلې نارینه مدفع وکیلان هم نیولی شي. ولی تراوسه د ښځو لپاره کوم ځانګړی او خاص میکانیزم او تګلاره نشته، ځکه شرایط یې لږ پېچلې دي، څو چې زمینه برابرېږي، له عمومي رسېدنې دې استفاده وکړي.»
عدلي او قضايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی داسې مهال له ستونزو سره مخ دی چې د راپورونو له مخې، په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر کار محدودیتون لامل شوی چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شي.