د کجکې برښنا بند د هلمند سیند پر مسیر یو له مهمو تولیدي بندونو څخه دی چې د هلمند او کندهار ولایتونو د برښنا یوه لویه برخه ترې تامېنېږي.
د وروستیو وچکالیو او د اوبو کچې کمېدو له امله د یاد بند تولیدي سیستم درېدلی چې له کبله یې ښاري او سوداګریز فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي دي.
دا ستونزه تر ډېره د لښکرګاه ښار او کندهار اوسېدونکي ځوروي، ځکه ډېری کورنۍ او بازارونو کې شته هټۍ او ګڼ میخانیکي کارونه په برښنا تکیه دي.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم وایي: «د کجکې برښنا بند کې د اوبو کچې ټیټېدو په دلیل پر هلمند او کندهار ولایتونو د دغه بند تولیدي برښنا بنده شوې او دا به تر هغه وخته دوام وکړي چې د یاد بند د اوبو زیرمه د برښنا څرخونو بیا په حرکت راولي، د اوس لپاره لښکرګاه ښار کې په نوبتي ډول ښاریانو ته د ولسي اړتیا له مخي ډیزلي برښنا ورکول کېږي.»
د برښنا پرېکېدو د خلکو ورځني کارونه له خنډ سره مخ کړي دي. د کورنیو اړتیاوو تر څنګ، د څښاک اوبو برابرول، د کورونو روښانتیا او نورې اساسي چارې له برښنا سره تړلې دي.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اوسېدونکی محمدولي محمدي د دې ستونزې په اړه وایي: «زموږ ډېری مشکلات په برشنا سره حل کېږي، ځکه له کوهي څخه داوبو را ایستل، په کور کې دکالیو مینځل، د کورونو روښانه کول او ډېر نور مسایل په بریښنا پسې تړلي دي چې بریښنا نه وي موږ له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه، د برښنا نشتون پر بازار او کسبګرو هم ناوړه اغېز کړی.
د کندهار ښار اوسېدونکی عبدالولي په دې اړه وایي: «د برق نه شتون بیلابیلو ستونزي زیږوي، ځکه بازار کې ډېری میخانیکي ماشینري په بریښنا چلیږي، کورنو کې دکالیو مینځلو ماشین او نوري برخي هم بریښنا ته اړتیا لري، دولت باید موږ ته دکجکي تولید بریښنا پر ځای لمریزه یا ډېزلي بریښنا غم وخوري بریښنا ته په ژمي او اوړی کې سخته اړتیا وي.»
په ورته مهال کارپوهان وایي چې پر اوبیزې برښنا بشپړه تکیه کول، په هېواد کې د برښنا تامین دوامدار حل نهشي بلل کېدلای.
د انرژۍ برخې کارپوه صدام مېړني په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «د بدیلو انرژۍ سرچینو لکه لمریزې او بادي برېښنا پراختیا کولی سي دا ډول ستونزې راکمې کړي، ځکه د اقلیمي بدلونونو له امله د اوبو پر سرچینو تکیه ورځ تر بلې له خطر سره مخ ده.»
د کجکې بند د اوبو د کچې ټیټوالی یو ځل بیا دا حقیقت روښانه کوي چې د بدیلو انرژۍ سرچینو ته پاملرنه د هېواد د انرژۍ د ثبات لپاره یوه جدي اړتیا ده، څو خلک په راتلونکې کې له ورته ستونزو سره مخ نهشي.


