په اسراییلو کې د امریکا سفیر د ایران د بریدونو له کبله اړ شوی چې د شپې پنځه ځلې د ځان ساتنې لپاره خوندي ځای ته پناه یوسي.
مایک هکابي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پر اسراییلو د توغندیزو بریدونو له کبله یې، سخته شپه تېره کړې او په وینا یې، پنځه ځلې یې، ځای بدل کړی دی.
مایک هکابي د اسراییلو سرسخت ملاتړی دی او تېره اوونۍ یې، له یوې رسنۍ سره د مرکې پرمهال اسراییل خپل شریک بللی و.
د نوموړي په وینا، امریکا ډېر ملګري او متحدان لري، خو په وینا یې، یوازینی شریک یې، اسراییل دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ایران بېګاه ناوخته پر اسراییلو غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي چې لاهم دواړه لوري پر یوه بل د ډرون او توغندیو بریدونه کوي.
په دې لړ کې ایران هغو هېوادونو ته هم خبرداری ورکړی چې غواړي له اسراییلو د دوی پر وړاندې دفاع وکړي.
ایران فرانسې، انګلستان او امریکا ته خبرداری ورکړی، که دغه هېوادونه پر اسراییلو د ایران بریدونه شنډ کړي، سیمه کې به یې، پوځي اډې او مرکزونه په نښه کړي.


