د کاپیسا امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې ناپېژنده وسلهوالو یو ځوان وژلی دی.
د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز نن دوشنبه د کب اتمه سلاموطندار ته ویلي چې پرون ماښام شپږ بجې د تګاب ولسوالي اړوند «بدراب» سیمه کې ناپېژنده کسانو د امید په یو ۲۰کلن ځوان وژلی دی.
د امنیې قومنداني ویاند زیاته کړې چې دغه ځوان خپل کور ته پر لاره و چې د ناپېژنده وسلهوالو تر برید لاندې راغلی دی.
د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند همداراز ویلي چې پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې او په وینا یې، د یادې پېښې په تړاو یې یو کس نیولی دی.
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې تراوسه یې عاملان نه دي نیول شوي.
پرون یکشنبه د کب اوومه لوګر کې هم نامعلومو کسانو یو ځوان د چاقو په وسیله وژلی و.
د لوګر د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام وطندار ته ویلي و، پرون بېګاه د محمداغې ولسوالي اړوند «سباقيخېلو» کلي کې ناپېژنده کسانو یو ۱۵ کلن ځوان د چاقو په وسیله وژلی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
انس زیاته کړه چې د محمداغې امنیتي او کشفي ځواګونه هڅه کوي چې د یادې پېښې عاملان ونیسي او قانون ته یې وسپاري.