د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، پر پکتیکا د پاکستاني پوځ هوايي بریدونو کې ۲۰ ماشومان وژل شوي دي. په سوېلي اسیا کې د یونیسف سیمهييز مدیر سانجي ویجسکرا د مرغومي په شپږمه، د پنجشنبې ورځ پر اېکس د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې او لیکلي یې دي: «ماشومان هېڅکله موخه نهدي او نه باید واوسي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما ویلي، باوري راپورونه یې ترلاسه کړي چې ښيي پر پکتیکا د پاکستان بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، لسګونه ملکیان وژل شوي دي.
یوناما لیکلي، نړیوال حقوق نظامي ځواکونه مکلف کوي، څو ملکیانو ته د مرګژوبلې اوښتو لپاره لازم تدابیر ونیسي. یوناما ټینګار کړی چې د ځوابویلو، د ورته پېښو د تکرار مخنیوي او د قربانیانو د حقونو ساتنې لپاره یوې څېړنې ته اړتیا ده.
د پاکستان پوځ د مرغومي په څلورمه، د سهشنبې ورځ د پکتیکا پر برمل ولسوالي هوایي بریدونه وکړل چې له کبله یې ۵۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۴۰ نور ټپیان شول.
د قربانیانو د کورنیو یوشمېر غړي وايي، په یادو بریدونو کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې او لا هم د کورنیو یوشمېر غړي تر خاورو لاندې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ بیا دغه عملیات د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې چې دوی ته یې معلومات رسېدلي وو، بللي دي.
خو د قربانیانو د کورنیو غړي ټینګار کوي چې له وسلهوالو ډلو سره یې هېڅ ډول اړیکې نه لرلې، خو پاکستان پرې هوايي بریدونه کړي دي.
د برمل ولسوالي اوسېدونکي له نړیوالې ټولنې او هېوادونو غواړي چې د پاکستان د دغه ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نهشي او «په برمل کې د پاکستان د هوايي بریدونو د قربانیانو د کورنیو غږ باید واورېدل شي.»
ا.ا د پاکستان د دغو بریدونو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی او هغه یې د افغانستان پر خاورې ښکاره یرغل بللی چې په وینا یې، بېځوابه به یې پرېنږدي.