ملګري تل د یوه کس پر شخصیت اغېز لري؛ ښه ملګري کولای شي چې یو کس د پرمختګ او د بریاوو هسکو ته ورسوي او خراب ملګری بیا د مالي او رواني زیانونه ترڅنګ به یوه ځوان ته له ټولنې لرې شخصیت رامنځته کړي.

سلام‌وطندار په دې راپور کې له ۱۶ ځوانانو سره مرکې کړي چې د مرکو پرمهال یادو ځوانانو ویلي، ناسالم ملګري یې، لامل شوي چې پر ژور خپګان اخته شي، چلن یې بدل او یا هم زده‌کړې ترې پاتې شوي او د نشه‌يي توکو کارونې ته هم مخه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ۱۶ ځوانانو له ډلې، نهه هلکان او اووه یې، نجونې دي. په دې مرکو کې اوو کسانو ویلي، د ناسمو ملګرو سره د ملګرتیا له امله زد‌ه‌کړې ترې پاتې شوې.

د بلخ اوسېدونکی ۲۵کلن مبین وايي، نږدې ملګري به یې، دی له درسي ټولګي وېسته او دا چاره لامل شوه چې له زده‌کړو پاتې شي.

هغه وویل: «هغه تل هڅولم چې ټولګی پرېږدم، کاري پروګرامونه پرېږدم او بدو کړنو ته به یې، هڅولم. د دې پر ځای چې خپل وخت په خپلو اهدافو ولګوم، ما په هغو شیانو ولګاوه چې زما لپاره زیانمن وو او ما خپل تعلیم، کار او ژوند له لاسه ورکړ.»

د کابل اوسېدونک ۲۴کلنه ارزو وايي چې د خپلې ملګرې د کړنو څارنه لامل شوه چې دا له زده‌کړو پاتې شي. «زده‌کړو ته یې، پام نه‌و، ما ته به یې ویل چې دومره خلکو زده‌کړې وکړې، څه یې، وکړل چې اوس یې، ته وايې؛ ویل یې، دلته چې څوک درس ووايي، که نه، نمرې ورکول کېږي؛ همدا صفتونه یې، ماته هم پیدا شول او درس پاتې شو.»

بل‌خوا پنځو نورو مرکه‌کوونکو ویلي چې له ملګرو سره د ناستې‌پاستې له امله یې، چلن او عادتونه بدل شوي او په پایله کې یې، پر ژور خپګان اخته شوي دي.

۲۱کلنه هوسۍ فیاض چې د بغلان پلخمري اوسېدونکې ده او له ملګرو او کورنۍ د لرې‌والي له کبله یې، چلن بدل شوی، وايي: «کله به چې له هغې سره ګرځېدم، چلن او عادتونه مې بدل شوي وو، د ملګرو، قوم او کورنۍ چلن له ماسره بدل شوی وو؛ دا لامل شو چې کورنۍ مې په غصه شي او مکتب ته څو ورځې لاړه نشم.»

همداراز ۲۷کلن عارف چې د تخار اوسېدونکی دی او د حقوق او سیاسي علومو برخه کې لېسانس لري، وايي، پر ژورخپګان د ملګري اخته‌کېدو یې، دی هم پرې اخته کړی دی. «هغه یو منفي‌پاله او خپه و، کله به چې ورسره وم، د هغه فکر او لیدلوري زما پر روحیې منفي اغېز وکړ.»

په دې راپور کې مرکه‌کوونکو د ناسم ملګري سره د ملګرتیا له امله له زده‌کړو د پاتې‌کېدو او رواني ستونزو ترڅنګ، نشه‌يي توکو کارونه هم د ناسمو ملګرو سره د ناستې‌پاستې یو لامل بولي.

څلور هغه کسان چې له نشه‌يي توکو د خلاصون دوره یې، تېره کړې، وايي، ناسم ملګری لامل شوی چې پر نشه‌يي توکو ځان اخته کړي.

د پروان اوسېدونکی ۱۹ کلن کریم‌الله چې درې کاله یې، نشه‌يي توکي کارولي، وايي، د ناسم ملګري سره د ملګرتیا له امله دی پر نشو اخته کړی دی. «درې کاله مې مواد وکارول؛ دومره یې راباندې اغېز وکړ چې چلن او هر څه مې د هغه ملګري په څېر شوي وو؛ جنګ به مې کاوه او تل به مې ښوونځي کې جګړه کوله.»

بل‌خوا یوشمېر کورنۍ خپلو اولادونو ته د ښه ملګري ټاکنه غوره ګڼي او ټينګار کوي چې ناسم ملګرو کړنې د دوی د اولادونو پر شخصیت، چلن او عادونو منفي اغېز لرلی شي.

د پروان اوسېدونکې سکینه چې د درې اولادونو مور ده، وايي: «د زوی له چلن مې خوښه نه‌یم؛ ناسم ملګري یې، ځانته انتخاب کړي، ملګرو یې، پرې دومره اغېز کړی چې لباس اخیستل یې، د هغوی په شان شوي؛ خبرې او ناوخته کور ته راتلل او خبرو ته غږ نږدي.»

ټولن‌پوهان هم د ښو ملګرو انتخاب د ځوانانو د شخصیت جوړونې لپاره اغېزمن بولي او ټينګار کوي چې ځوانان باید د ملګرو په ټاکنه کې له دقت کار واخلي.

ټولن‌پوه احمدراشد صدیقي وویل: «هغه ملګری چې موږ انتخاب کړی، که ناسمو لارو ته یې، بوتلو، نشه‌يي توکو کارونه، ژورخپګان او ټولنې انزوا ته، نو باید هماغه وخت اړیکه پرې کړو؛ ځکه منفي موارد چې څومره پرې کوو، زموږ په ګټه دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ځوانان داسې مهال د ناسمو ملګرو له منفي اغېزو وايي چې ټولن‌پوهان او ارواح‌پوهان تل د ښه ملګري د یوه ځوان د ټولنیز پرمختګ، د مهارتونو لوړېدو او شخصیتي ودې لامل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام