
د امربالمعروف وزارت: هېواد کې د شریعت له مخې د ښځو حقونه تامین دي
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت مسوولان وايي، یوشمېر هېوادونه په افغانستان کې د ښځو حقونو مسله د تبلیغاتو او سیاسي فشار په توګه کاروي.
د دغه وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر د ۱۷هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت له مخې ټينګ دي.