Asset 1SWN

سلام وطندار

یوا‌ن‌ډي‌پي په افغانستان کې د زعفرانو او مېوې ۲۰۰۰ هېکټاره ځمکه جوړه کړې

سس

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوولان وايي، د افغان کروندګرو د ملاتړ او د کوکنارو د بدیل کښت لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې د مېوو او زعفرانو د کښت لپاره ۲۰۰۰ هېکټاره ځمکه برابره کړې ده. د دغه پروګرام له لارې به له ۶۰ زره افغان کورنیو سره مرسته وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي سټیفن رودریګز په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، دغه سازمان د کرنې په برخه کې د شته‌ ستونزو حل لپاره کروندګرو ته د بدیل کښت لپاره د ځمکې چمتو کولو ترڅنګ، نور پروګرامونه هم عملي کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړې: «سره له دې چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د بدیل کښت لپاره ځمکې برابروي، د اوبو لګولو سېسټمونو، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو پر وړاندې د مقاومت‌لرونکې کرنې، بازارموندنې او پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په څېر نورو برخو کې هم هڅې کوي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د اسیا‌ـ‌اقیانوسیې لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام سیمه‌ییزه استازې کني ویګناراجا وایي، په ۲۰۲۲ کال کې د ا.ا له لوري په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز که څه هم نړۍ کې د کوکنارو محصول کم کړی، خو د بدیل کښت نه‌شتون له امله یې افغان کروندګر له سخت اقتصادي وضعیت سره مخامخ کړي دي.

په ورته وخت کې یوشمېر کروندګر د بدیل کښت نه لرلو په اړه شکایت کوي او له سرپرست حکومت څخه غواړي چې اصلاح شویو تخمونو ته یې د لاسرسي اسانتیاوې برابرې کړي. په هلمند او بدخشان کې کروندګر ګل‌رحمان او امیرمحمد وايي: ‎

«کوکنار ډېر ښه وو، ډېره ګټه یې لرله. کروندګر داسې بدیل کښت ته لاسرسی نه‌لري چې ډېره ګټه ولري. له دولت څخه مو غوښتنه ده چې له کروندګرو سره مرسته وکړي او اصلاح شویو تخمونه ورکړي.»

«موږ هم بدیل کښت ته په تمه یوو. څو ځله راته ویل شوي، خو لا یې نه‌دي راکړي. که راکړل شي، ولې به کوکنار کرو؟ که بدیل کښت راکړل شي چې زموږ د کورنۍ خوراکي توکي برابر کړي، هېڅکله به کوکنار ونه کرو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کندهار ولایت مقام تر دې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیال دغه ولایت ته د سفر پر مهال له ځايي چارواکو ته ویلي چې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو بنسټونو په مرسته به په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو د بدیل کښت پروژه په ښه توګه اجرا شي.

د یادونې ده چې د کرنې وزارت مسوولانو هم ویلي چې د روان لمریز کال پر مهال کروندګرو ته د غنمو د ۳۵زره مټریک ټنه اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوې او تراوسه یې په ۳۴ ولایتونو کې ۳۰زره مټریک ټنه وېشل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام