ملګروملتونو په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو د خوارځواکۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د ګډ ستراتیژیک اقدام غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه غوښتنه د بېړنیو، ګڼو سکتورونو او د خوارځواکۍ له ټولو ډولونو سره د مبارزې او د زیانمنو شویو ماشومانو او ښځو د لاډېر زیانمنېدو د مخنیوي لپاره د مناسبو اقداماتو ملاتړ دی.
د خبرپاڼې له مخې، په نړیوالې، ملي او ټولنیزې کچې ملاتړ درلودلو سره چټک اقدام، د ژوند ژغورنې او د روان کړکېچ د ویجاړوونکو پایلو د راکمولو لپاره اړین دی.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF)، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په ګډه د تغذیې په برخه کې د همغږو، ګڼو سکتورونو د اقداماتو غوښتنه کوي.
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د هغو ۱۵ هېوادونو له ډله دی چې د ماشومانو شدیده خوارځواکي پهکې لوړه ده. اوس فغانستان کې له پنځه کلنۍ کم عمره څه باندې ۳.۵ میلیونه ماشومان شدیده خوارځواکي لري چې په دې کې ۱.۴ میلیونه ماشومان له ژوند ګواښوونکي حالت سره مخ دي.
افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر ایډوین سنیزا سالوادور له قوله خبرپاڼه کې راغلي: « کله چې مېندې د خوارځواکۍ له امله زیانمنې وي، نو په ډېر احتمال سره د هغې ماشومان هم کم وزنه زیږېږي او په ماشومتوب، تنکۍ ځوانۍ او لویوالي کې د ودې په برخه کې له ستونزو او ناوړه پرمختیایي پایلو سره مخ کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) دې ته ژمن دی چې د پراخو روغتیايي نوښتونو پر مټ د ملي روغتیایي سیستم د پیاوړي کولو له لارې دغه سازمان لا پیاوړې او مقاومې ټولنې جوړوي او په هېواد کې د نړیوالو تغذیوي موخو د ترلاسه کولو په چټکتیا کې مرسته کوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همداراز افغانستان کې په هرو لسو ماشومانو کې ۹ يې د خوړو د نشتوالي له ستونزې سره ژوند کوي. دغه ماشومان د خپلې ودې او پرمختګ لپاره اړین خوراکي بېلابېل والی نهلري او ډېری یې یوازې تر څلورو خوراکي ګروپونو پورې محدود خوراک کوي او ځینې ورځې آن تر دې هم کم وي.
پر دې سربېره، په هرو ۱۰ ښځو کې ۴ ښځې خوارځواکي لري چې تر ډېره، دغه حالت ته په غبرګون کې دوی ته پاملرنه نه کېږي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د خوړو د ناامنۍ لوړې کچه چې تر ډېره د کمزوري اقتصاد او طبیعي ناورینونو له امله رامنځته شوې، ۹.۸ میلیونه کسان یې، د خوړو د شدیدې ناامنۍ سره مخ کړي دي.
خبرپاڼه کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان مشر جان ایلیف له قوله ویل شوي: « افغانستان کې ښځې او ماشومان د لوږې کړکېچ تر ټولو ډېر اغېزمن کړي چې له پنځو کورنیو څلور یې تر ټولو کم غذایي رژیم نه شي پوره کولی. د خوړو نړیوال پروګرام هغو کورنیو ته بېړنۍ او ژوند ژغورونکې خوراکي مرستې رسوي چې د زیانمنتیا له ګڼو جدي ننګونو سره مخ دي او ډېری یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بله هېڅ لار نه لري.»
د ملګروملتونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز ټينګار شوی چې د خوړو، روغتیا، ټولنیز خوندیتوب، اوبو، حفظالصحې او ښوونې او روزنې سیستمونه باید د ماشومانو او ښځو ترمنځ د تغذیې پایلو ته زیات حساس، مجهز او حساب ورکوونکي شي.
خبرپاڼه کې غږ شوی چې د یادو موخو ترلاسه کولو لپاره باید دې برخه کې ګډه بېړنۍ پانګونه وشي، څو تر ۲۰۳۰ کاله د نړیوالې تغذوي او تلپاتې پرمختیا موخې ترلاسه شي.


