د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د امنیتي ځواکونو په ملتیا یې د دغه په مرکز پل‌علم کې دوه موټر مالګه نیولې ده.

د صنعت او سوداګرۍ ریاست مطبوعاتي مسوول ثمرګل ګلزار سلام‌وطندار ته وویل، دغه مالګه له پل‌علم څخه لرې‌پرتو ولسوالیو بره‌کي‌برک او خروار ته د لېږد پرمهال نیول شوې ده.

هغه وویل، یاده مالګه کې خاوره ګډه او بې‌کیفیته بازار ته وړاندې شوې وه چې د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د خرڅلاو مخه نیول شوې او مهرلاک شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


گلزار په ټولو سوداګر غږ وکړ چې بازار ته بې‌کیفیته او تاریخ تېر خواړه او درمل وړاندې نه کړي او هغه کسان چې ورته کړنه ترسره کړي قانون ته به وسپارل شي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست لوري یوشمېر کارخونې د بې‌کفیته توکو د تولید له امله تړل شوې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام