د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کرنې او مالدارۍ ریاست اړوند کارکوونکو دوه کسان د طبیعي کبانو د ښکار په تور نیولي دي. چارواکي وايي چې له قانون سرغړونکي به عدلي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

دغه کسان د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو له لوري د لښکرګاه عمومي سیند کې د کبانو د ښکار پرمهال نیولي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس حافظ عبدالباري راشد په دې تړاو رسنیو ته وویل: «هېڅ څوک نشي کولای په خپله خوښه د عامه سیندونو کبان ښکار کړي، او له مقرراتو سرغړونکي به عدلي ارګانونو ته ور پېژندل کېږي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کرنې ریاست په تېر کې څو ځله عامه خبرتیاوې خپرې کړې وې چې د طبیعي کبانو ښکار منع دی. دغه اقدام د دې لپاره شوی چې د کبانو نسل د ورکېدو مخه ونیول شي او د طبیعي سرچینو د دوام تضمین وشي.

چارواکي ټینګار کوي چې د کبانو غیرقانوني ښکار نه یوازې د قانون خلاف عمل دی، بلکې د هلمند د طبیعي سرچینو راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام