د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن د کابل په نور روغتون کې د سترګو د عملیاتو دوه نوې څانګې ګټې اخستنې ته وسپارلې.
د معلوماتو له مخې، دغه عملیاتخونې د یو پاکستاني بنسټ په مالي او تخنيکي مرسته په شاوخوا ۲۰.۳ میلیونه پاکستانۍ کلدارې جوړې شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د روغتیا وزارت د چارواکو په خبره، د دغو عملیاتخونو په پرانستلو سره به له دې وروسته د کابل په نور روغتون کې د سترګو پلاستیک جراحي، د سترګو پردو عملیات او له سترګو د دانو ایستلو عملیات ترسره کېږي.
دوی زیاته کړه چې د پاکستاني ډاکټرانو او متخصصانو یوه ډله هم په دغه روغتون کې د شپږ ورځو لپاره په وړیا ډول د ناروغانو درملنه کوي.
د روغتیا وزارت د دفتر رییس داوود منصوري وویل: «موږ په ډېرو هڅو د پاکستان د الخدمت بنسټ په همکاري دغه څانګې پرانستلې او همداراز کوښښ کوو چې له نورو هېوادونو متخصیصین هېواد ته راولو، څو ظرفیت لوړ شي.»
بلخوا بیا د دغه روغتون ډاکټران شکایت کوي چې مناسبه ودانۍ او نور اړین امکانات نه لري. دوی وایي، اسلامي امارت یې باید ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دولتي روغتونونو او درملتونونو کې د درملو او روغتیایي وسایلو له کمښت د خلکو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.