Asset 1SWN

سلام وطندار

د ټرافیکو ریاست: تراوسه مو له کابل ښاره ۹۰۰ بې‌اسناده موټرسایکلونه راټول کړي

موترساکیل-qh3ckxlum8hi6w5pttu7ek2ck6rz0u820twjpm84nc

د کورنيو چارو وزارت د ټرافيکو عمومي رياست مسوولان وايي، د بې‌اسناده موټرسايکلونو د راټولولو لړۍ یې درې ورځې وړاندې پيل کړې او تراوسه یې کابل ښار څخه ۹۰۰ بې‌اسناده موټرسایکلونه راټول کړي او د پولیسو ښارګوټي ته یې لېږدولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کورنيو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي رياست اداري مرستیال تمیم احمد عصمتي وویل، له دې وروسته به کابل ښار کې د بې‌اسناده موټرسایکلونو ګرځېدو ته اجازه ور نه‌کړل شي.

هغه زیاتوي چې: «ښار کې د بې‌اسناده موټرسایکلونو راټولولو لړۍ تېرو دریو ورځو راهیسې پیل شوې. دغه موټرسایکلونه تراوسه په ګمرکي مکتوب ګرځي او د ټرافیکو له لوري ورته څو ځله ویل شوي چې ټرافیکو ریاست څخه د ګرځېدو جواز ترلاسه کړي، خو هغوی دغې غوښتنې ته پام نه دی کړی. مونږ دغه بهیر پیل کړی او تېرو څو ورځو کې مو ۹۰۰ عرادې موټرسایکلونه راټول کړي او د پولیسو ښارګوټي ته مو لېږدولي دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست د مسوولانو په وینا، د کابل په شمول د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بې‌اسنادو موټرسایکلونو د راټولولو لړۍ پیل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام