د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست مسوولان وايي چې له دې وروسته په ټول هېواد کې شخصي تېزرفتار او زېړ رنګ ټکسي موتر پر واټونو د کار کولو او سوارلۍ د لېږد-رالېږد حق نه‌لري.

د ریاست په وینا، یوازې په نوي رنګ «فیروزه‌يي او سپین» موټر کولای شي چي په عامه واټونو کې کار وکړي او سوارلۍ ولېږدوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه ریاست نن پنج‌شنبه، چنګاښ ۲۸مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «په ټول هېواد کې د شخصي تېزرفتار موټرونو او زېړرنګ کې د ټکسي موترونو محترمو مالکینو او موترچلوونکو ته خبر ورکول کېږي چې د دغې ابلاغیې له خپرېدو وروسته، په عامه واټونو د کارکولو او سوارلۍ د لېږد رالېږد حق نه‌لري او یوازې په نوي رنګ «فیروزه یي او سپین» رنګ کې ټکسي موټرونه کولای شي چې په عامه واټونو کار وکړي او سوارلۍ ولېږدوي.»

https://x.com/traffic_iea/status/1813822295431131505

دغه ریاست همداراز لیکلي، که زېړ رنګ ټکسي او شخصي تېزرفتار موټر د سوارلۍ لېږد پرمهال ولیدل شي، قانوني چلن به ورسره کېږي. د کورنیو چارو وزارت او د ټرافیک عمومي ریاست د تېرکال د غويي ۱۹مه د هېواد په کچه ښاري او اطرافي ټکسي موټرو لپاره نوي رنګونه وټاکل.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې مخکې هېواد کې د ټکسي موټرو رنګونه زېړ او سپین و چې د ټرافیکو عمومي ریاست د نوي طرزالعمل له مخې، دغه رنګونه اوس بدل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام