ټاکل شوې چې نن د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو شل اووره سیالیو تاریخي او لومړۍ لوبلړۍ پیل شي.

د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلو له دې وړاندې یوازې د شل اووره نړیوال جام او اسیا جام شل اووره فرمټ کې سره مخ شوي او دا لومړی ځل دی چې شل اووره لوبلړۍ کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړۍ لوبه نن ۶:۰۰ «پنج‌شنبه، جنورۍ ۱۱مه» د هند د پنجاب کرېکټ اسوسیشن «ای‌اېس بېنډرا لوبغالي» کې ترسره شي.

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره بیا بد خبر دا دی چې د یادې لوبډلې پیاوړی لوبغاړی راشدخان به د ملا ټپ له کبله په دې لوبلړۍ کې ونه‌لوبېږي.

نوموړی له دې وړاندې له عربي‌متحده اماراتو سره هم د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ برخه نه‌و. که څه هم راشدخان دې لوبلړۍ ته د اعلان شویو لوبغاړو په نوملړ کې لیدل کېږي، خو کرېکټ بورډ تېره ورځ وویل، نوموړی به د ملا عملیات له امله ونه‌لوبېږي.

بل‌خوا د هند کرېکټ ملي لوبډلې توپ‌وهونکی ویرات کوهلي به د یادې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې ونه‌لوبېږي. د هند کرېکټ ملي لوبډلې روزونکي راهول ډراوېډ په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې کوهلي د شخصي دلایلو له امله لومړۍ لوبه کې نه‌لوبېږي او وروستیو دوو سیالیو کې به د لوبډلې برخه وي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ځوان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ چې تازه یې په خپله لوبډلمشرۍ کې له عربي متحده اماراتو د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ ۲-۱ وګټله، له پیاوړي هند سره به تر فشار لاندې وي.

ابراهیم ځدراڼ هند کې خبریالانو ته په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د راشدخان له شتون پرته به له ستونزو سره مخ شي، خو په وینا یې، د نوموړي تجربې ورته مهمې دي او دوی به ترې ګټه واخلي.

هغه زیاته کړه چې راشدخان به له دوی سره په یاده لوبلړۍ کې ونه‌لوبېږي، خو لوبډلې سره یوځای دی او دوی ته به ګټورې مشورې ورکړي.

ابراهیم ځدراڼ ویلي: «دا کرېکټ دی او هر ډول شرایطو ته باید چمتو واوسئ. له راشد پرته به ستونزو سره مخ شو، خو دومره هم نه‌، د نوموړي تجربې زموږ ټولو لپاره اړینې او مهمې دي.»

د افغانستان او د هند کرېکټ ملي لوبډلو دوه مینوال چې یوه بل ته یې غېږه ورکړې.

افغانستان تراوسه په شل اووره سیالیو کې هند ته ماته نه‌ده ورکړې او کېدونکې لوبلړۍ کې به هڅه وکړي چې د لومړي ځل لپاره کوربه لوبډلې ته ماته ورکړي.

افغان لوبډلې ته به دومره اسانه هم نه‌وي چې د هند په کور او د یادې لوبډلې د زرګونه مینه‌والو په شتون کې دا لوبډله له ماتې سره مخ کړي.

خو د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ته ښه خبر دا دی چې همدا څو میاشتې وړاندې د هند په کوربه‌توب د پاکستان او انګلستان په څېر لوبډلې په ګونډو کړې او هند ته به هم پر همدې تګ‌لارې ډګر ته ښکته کېږي.

د هندۍ او افغان لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې هند برلاسېده او څلور لوبې یې ګټلي او یوه د باران له کبله لغوه اعلان شوې.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ د درېوو شل اووره سیالیو کېدونکې لوبلړۍ به د روانې جنورۍ پر ۱۱مه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې به دوام وکړي. لومړۍ لوبه به موهالي، دویمه به اېنډور او درېیمه سیالي به په بنګلور کې ترسره شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام