Asset 1SWN

سلام وطندار

متقي ګرېفېټس ته: ټول‌بښنه مو معاصر تاریخ کې بېلګه نه‌‌لري

121

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفېټس په مشري پلاوي سره کابل کې لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګرېفېټس دې لیدنه کې افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیزونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

بل‌خوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګروملتونو پلاوي سره کتنه کې ویلي، افغانستان د نړیوالې ټولنې یوه برخه ده او دغه سازمان د افغانستان او نړۍ په نږدې کولو کې رغنده رول لوبولی شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، د اسلامي امارت ټول‌بښنه په معاصر تاریخ کې بېلګه نه‌ لري او غوښتنه یې کړې چې افغانستان کې وروستۍ لاسته‌راوړنې او فرصتونه نړیوالې ټولنې سره شریک کړي.

نوموړي لیکلي: «افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه ده، ملګري ملتونه لوی مسولیت لري چې افغانستان او نړۍ په نږدې کولو کې رغنده رول ولوبوي. متقي زیاته کړه چې موږ د عمومي عفوې یو داسې مثال وړاندې کړ چې معاصر تاریخ یې بېلګه نه‌لري.»

په ورته مهال د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین کرېفېټس د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا له دویم مرستیال عبدالسلام حنفي سره هم جلا کتنه کړې ده.

ارګ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دې لیدنه کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ۲۰۲۳ کال کې ۲۸ میلیونه افغانانو ته د مرستې په موخه د ۴.۶ میلیارډ ډالرو د راټولولو غوښتنه بیا تازه کړې او د مرستو رسولو بهیر کې یې د ښځینه کارکوونکو پر شتون ټينګار کړی دی.

د نوموړي په وینا، د یادو مرستو د رسولو لپاره د ښځینه کارکوونکو شتون اړین دی. په ورته مهال عبدالسلام حنفي هم دې لیدنه کې ویلي چې افغانستان په تېرو څلور لسیزو کې د جګړې له امله زیان لیدلی او پراخو مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا په روانه اوونۍ کې د ملګروملتونو دویم لوړپوړی چارواکی دی چې کابل ته راځي. له دې وړاندې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد هم د یوه پلاوي په مشري کابل ته سفر کړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام