د افغانستان بانک وايي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو په لړ کې نن د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله کڅوړه کابل ته راورسېده.
د افغانستان بانک نن چهارشنبه د لړم یوولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه نغدي مرسته یې د افغانستان یوه سوداګریز بانک ته سپارلې ده.
دغه بانک ویلي چې دا په روانه اوونۍ کې دویم ځل دی چې یاده نغدي مرسته د نړیوالې ټولنې له لوري افغانستان ته استول کېږي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
پرون سهشنبه هم له افغانستان سره د نغدي مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونه یوه کڅوړه کابل ته رالېږدول شوې وه.