که څه هم ډېری افغان ځوانان چې د کار وړتیا لري، له وزګارتیا ځورېږي، خو یوشمېر هغو یې په وروستیو کلونو کې د ښې ګټې لپاره پر لیکه یا انلاین کاروبار ته مخه کړې ده.
سلاموطندار په دغه راپور کې له پنځلسو ځوانانو سره چې پر لیکه کاروبار کوي، مرکې کړې دي. دغه ځوانان وايي چې پر لیکه کار د خلکو لپاره یو ښه زېری دی او له دې لارې کولای شي په کمه موده کې په لږ پانګې سره ښه ګټه وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل اوسېدونکی حامد چې له یوه کال راهیسې پر لیکه کار کوي وايي، پر ټولنیزو رسنیو د پر لیکه کار سوداګریزو اعلانونو او ګټه یې لامل شوه چې دې برخې ته مخه کړي.
نوموړی زیاتوي: «زه د ټرېډینګ د پرلیکه برخه کې یم او د امازون برخو کې مې هم معلومات پیدا کړي او ټریډېنګ یعنې سوداګري، په سهامي بازارونو او ډیجیټل برخو کې سوداګري او زه هم په فارکس بازار کې بوخت یم. ما په لږ پانګې سره پیل وکړ او اوس که میلیارډر نه یم، دومره پرمختګ مې کړی چې اړتیا نشته فزیکي کار وکړم.»
تبسم همدرد چې خپلې ګنډلې جامې په انلاین بڼه پلوري او احمدولي رحیمي چې په امازون شرکت کې کار کوي وايي، پر لیکه کار کولای شي یو کس ډېر ژر مالي خپلواکۍ ته ورسوي.
تبسم همدرد چې د ا.ا له واکمنېدو وروسته یې دنده له لاسه ورکړې، د پر لیکه کار په اړه وايي: «یوه انګېزه مې دا وه چې ماته ونه منم او کار وکړم. په لږ پانګې مې پیل وکړ، خو اوس زیاته شوی او ښهوالی یې دا دی چې په هر ځای کې کار کولای شوو. ډېر فعالیت مې د بازارموندنې او د خپلو ګنډلو جامو د پلور برخه کې دي.
احمدولي رحیمي هم د ا.ا له راتګ وروسته دنده له لاسه ورکړې. هغه وايي: «یو کال کېږي چې پر لیکه کاروبار کوم. لومړی مې پرلیکه کار وپېژنده او د اسانتیاوو او یوې لویې نړۍ په اړه معلومات پیدا او په ګټې سره مې یې انګېزه پیدا کړه چې پرلیکه کاروبار پیل کړم. په زر ډالرو مې کار پیل کړ او د شپې او ورځې کار سره مې پانګه تر ۱۵۰۰۰ ډالرو ته رسېدلې ده. زه د امازون، د امازون سوداګرۍ برخه کې کار کوم، ښه کار دی او زه ترې خوښ یم.»
هغوی چې پرلیکه کار کوي، وايي چې په دې برخه کې کار کول سړی په نړۍ کې چې اوس پر یوه کلي بدله شوې، له بېلابېلو برخو سره بلدېږي او اړیکې ټینګوي او له دې لارې ګټه هم کوي. هغه کسان چې په افغانستان کې پرلیکه کار کوي، د انټرنېټي خدمتونو د ټیټ کیفیت په اړه شکایت کوي او وایي، د کار برخه کې یې یوازینۍ ستونزه همدا ده.
د روغتیايي وسایلو بازارموندونکې وحیده تیموري په افغانستان کې د دې ستونزې د حل او د پرلیکه کار ښه کېدو لپاره له سرپرست حکومت څخه غواړي چې ځوانان وهڅوي او ملاتړ یې وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکي هم پرلیکه کاروبار ته د افغان ځوانانو مخه کول یو مثبت ګام او ښه زېری بولي. د اقتصادي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون استاد زکریا حیدري وايي: «موږ د دولت لهخوا داسې نوښتونه نهدي لیدلي چې ځوانانو ته اسانتیاوې او د کار شرایط برابر کړي، خو ځوانانو بیا هم نوښتوته کړي، په ملي کچه یې کارونه کړي او سېسټمونه یې جوړ کړي، څو ځان ته کار پیدا او له لارې یې ګټه وکړي.»
هغه د سنتي اقتصاد پر ځای، پر پرمختللي اقتصاد ټینګار کوي او وايي: «څه چې مهم دي، ژمنه ده. د پرېکړې کوونکو ادارو چې معمولا دولت دی، ژمنه. لومړی باید یوه ژمنه وشي چې د پرمختللي اقتصاد خوا ته ولاړ شوو. ادارې دې مسوولیت ومني، نوښتونه دې وکړي او ځوانانو ته دې اسانتیاوې برابرې کړي، څو له سنتي اقتصاد څخه پرمختللې خوا ته ولاړ شوو.»
بلهخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معینیت تخنیکي سلاکار نصیراحمد خان وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د هېواد په اوو زونونو کې د پرلیکه کاروبار په اړه ډېر ښوونیز پروګرامونه جوړ کړي دي.
نوموړی زیاتوي: «موږ تر اوسه له ۱۵۰۰ ډېر ځوانان په دې برخه کې روزلي چې عواید یې شاوخوا ۵۰ زره ډالره دي. د بېلابېلو ولایتونو او زونونو ځوانان دي.»
هغه هم ټینګار کوي چې په انلاین بڼه میلیونونو افغان ځوانو ته د کار اسانتیاوې برابرولی شو او په وینا یې: «د پرلیکه کاروبار اغېز ډېر دی؛ ځکه په اوسنیو شرایطو کې نه دولت او نه هم خصوصي سکټور دا وړتیا لري چې له پوهنتون څخه لسګونه زره مسلکي ځوانانو ته خدمتونه وړاندې او هغوی ونیسي.»
پرلیکه یا انلاین کار چې تر اوسه د افغانستان په څېر هېوادونو کې نهدی دود شوی، د اسانتیا برابرولو، د وخت ضایع کېدو د مخنیوي او ډېرې ګټې لپاره کېږي.