په هېواد کې د خلکو، په ځانګړې توګه ځوانانو لهخوا د نوشابې او انرژي ډېر کارول نه یوازې زیات شوي، بلکې ځوانان پرې روږدي شوي هم دي. د کابل ښار يوشمېر ځوانان وايي، د خپلې تندې ماتولو او ستړيا دمه کولو لپاره بېلابېل ډوله نوشابې او انرژي کاروي.
د کابل ښار د چهارکلا وزيراباد یو پنځهویشت کلن اوسېدونکى صميم او د کابل د نوي ښار اوسېدونکی شمسالدين سلاموطندار ته ویلي چې د تودوخې موسم کې د ورځې څو ځله نوشابې یا انرژي څښي. دوی زیاتوي:
«ډېری په توده هوا کې د ورځې دوه یا درې دانې څښم چې تنده مې ماته شي. کله چې ستړی یم، هم یې څښم؛ ځکه څهناڅه ستړیا دمه کوي. ډېره هڅه مې کړې چې عادت مې نهشي، خو اوس یې څښم.»
«زه په اوونۍ کې درې دانې یا تر هغه زیاتې کاروم. الکوزی ډېرې کاروم، کله چې ستړی یم. بس اوس مې عادت ګرځېدلی، کله چې هټۍ ته دننه شم، هرومرو یې پېرم، زړه مې ورته کېږي.»
د نوشابو او انرژیانو ډېر کارېدل د هغو کاروبار هم زیات کړی دی. د کابل ښار يوشمېر هټۍوال وايي، له اویا سلنې ډېر عاید یې د همدغو څښاکونو له لارې دي. دوه هټۍوال رفېعالله او قدیر وايي:
«د نوشابې پېرل رښتیا چې زیات دي. ماشوم، زوړ او ځوان ټول یې پېري او ډېری یې هم ګازلرونکې هغه. همدا لامل دی چې موږ د ورځې ۷۵ سلنه نوشابې پلورو او پاتې نور څیزونه.»
«له اوبو پرته له ۷۵ سلنې ډېر پلور مو نوشابې جوړوي. هر څوک یې پېري، ځوانان او ماشومان یې ډېر، خو مشران هم شته چې هره ورځ یې پېري، دوامداره پېرودونکي هم لرو.»
خو ډاکټران د افغانانو له لوري د نوشابو او انرژیانو د کارېدو عادي کېدو ته اندېښمن دي او وايي، د هغو څښل په بدن کې د سرطان د یوشمېر ډولونو په ګډون، ۳۵ ډوله ناروغۍ پیدا کوي. په کابل ښار کې د میوند روغتون یو ډاکټر احمدجاوېد ادیب شالیزی وايي، د نوشابو او انرژیانو کارېدل د مصنوعي خوږو، زیاتې بورې، کافین او فاسفوریک اسید د شتون له امله د زړه او سږو د ناروغیو، خپګان او د معدې د ټپونو ګواښ زیاتوي.
نوموړی زیاتوي: «د دغو ناروغیو تر څنګ، د نوشابې کارول د خېټې د وازدې ډېرېدو، چاغوالي، د بډوډو ستونزو، د وینې فشار لوړېدو، ژر زړېدو، بېخوابۍ، د بدن د اوبو کمېدو، د ځیګر ناروغیو، د وېښتانو تویېدو، د مثانې سرطان، د غټو کولمو سرطان او مغزي سکتې لامل کېدای شي.»
په کابل کې د يوه خصوصي روغتون ډاکټر رحيمګل دروېش هم وايي چې د نوشابو او انرژیانو کارېدل د هډوکو کلسیم کموي او په انسان کې د هډوکو د ناروغیو لامل کېږي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
نوموړی زیاتوي: «کله چې یو کس ګازلرونکې نوشابې یا هم هغه نوشابې کاروي چې ډېر خواږه لري، فکر کوي چې موږ ځواکمن او جوړ شوو، خو په واقعیت کې داسې نهده؛ ځکه کله چې کلسیم له هډوکي لرې شول، دغه کس د خپلو هډوکو کلسیم کاروي او فکر کوي چې انرژي یې واخیستله.»
خو د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند جاوېد هژیر وايي، دغه اداره د هغو نوشابو او انرژیانو د کیفیت او اغېزمنتیا د تضمین لپاره چې په هېواد کې تولیدېږي او یا له بهر څخه را وړل کېږي، ټول نړیوال معیارونه په پام کې نیسي.
د یادونې ده چې اوس په کابل کې د نوشابو د تولید لسګونه کارخونې فعالیت کوي او له بهرنیو، په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو څخه هم را واردېږي.