په واشنګټن کې د روسیې سفارت له دغه هېواد څخه غوښتنه کړې چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه د لینډزي ګراهام وروستیو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي او هغه دې په رسمي توګه وغندي.
دغه سفارت پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «مونږ د دغې امریکايۍ د جنایتکارانه څرګندونو رسمي وضاحت او په کلکه کې یې غندل غواړو.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف ویلي چې د ګراهام څرګندونې د نه منلو او ظالمانه دي. د جمهوري غوښتونکو سناتورې لینډزي ګراهام په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې زړور امریکايان باید پوتین په مسکو کې ووژني.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې دغه څرګندونې په روسیه کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دي. له هغه وخت راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی د امریکا او دغه هېواد اړیکې لا ترینګلې شوي.