د ملګرو ملتونو امنیت شورا  دوشنبه، فبرورۍ ۱۰مه د “نړیوالې سولې او ثبات لپاره د ترهګریزو ګواښونو” تر سرلیک لاندې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې، د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ادارې، متحده ایالاتو، چین، روسیې او ډنمارک یو ځل بیا د افغانستان له خاورې د ځینو امنیتي ګواښونو د شتون په اړه اندیښنه څرګنده کړه او دا یې د سیمې او نړۍ لپاره یو ګواښ وباله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې شورا غړي د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د افغانستان په خاوره کې د امنیتي ګواښونو د له‌منځه وړو لپاره اړین او ښکاره ګامونه واخلي.

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ادارې مشر ولادیمیر ایوانویچ ورونکوف په دې غونډه کې وویل چې د داعش خراسان لا هم د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره یو ګواښ دی.

هغه وویل: «داعش خراسان لا هم د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ دی. د افغانستان دننه د بریدونو ترسره کولو سربیره، یاده ډلې په اروپا کې هم بریدونه تنظیم کړي دي.»

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین، روسیې، ډنمارک او پاکستان استازو هم په دې غونډه کې د افغانستان له خاورې څخه د ځینو امنیتي ګواښونو د شتون په اړه اندېښنه وښوده.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې سفیر بیا وویل چې نړیوالې ټولنې افغانستان کې پاتې امریکایي وسلو ته د لاسرسي په اړه سمه پاملرنه نه‌ده کړې.

هغه وویل: «له افغانستان څخه د ناټو د چټک وتلو له امله ډېرې وسلې په افغانستان کې پاتې شوې، موږ نشو کولی د افغانستان وضعیت له پامه وغورځوو.»

بل‌خوا، په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر فو کانګ وايي چې سرپرست حکومت باید په دغه هېواد کې د امنیتي ګواښونو په وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي او بیجینګ په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي.

هغه وویل: «سرپرست حکومت باید په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره اړین او مشخص اقدامات وکړي. چین ژمن دی چې د منځنۍ اسیا هیوادونو او د شانګهای همکارۍ سازمان د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره له اسلامي امارت سره کار کوي.»

د سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د داسې غونډو په جوړولو سره، امریکا هڅه کوي چې سیمه بدنامه کړي او له افغانستان څخه د روسیې، چین او ایران مخه ونیسي.

خلیل احمدندیم وویل: «دوی د افغانستان او امریکا پروړاندې یوازې یوه لوبه نه‌غواړي، روسیه، چین او ایران افغانستان لوی لاس ولري او د افغانستان له سرچینو ګټه واخلي، ځکه امریکا دلته میلیاردونه ډالر مصرف کړي او غواړي په همدې سیمه ناامنه کړي او دا ناستې هم ګټه نه‌لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اسلامي امارت تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو دې اندیښنې په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ځینو نړیوالو سازمانونو د اندیښنو په ځواب کې ویلي وو چې افغانستان اوس یو خوندي هیواد دی او په هیواد کې هیڅ داسې ډلې نشته چې افغانستان او نړۍ ته ګواښ رامنځته کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام