د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د لومړي ځل لپاره په ازرې ولسوالي کې د لسګونه لوبغاړو ترمنځ د تیږې اچوونې رسمي سیالي شوې دي.

د یاد ولایت د بدنې روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل سلام‌وطندار ته وویل، دا درې ورځنۍ سیالي د تېرې پنج‌شنبې ورځې راهیسې د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري د ازرې ولسوالي په «اکبرخېل» کلي کې پيل شوې وې چې نن پای ته ورسیدې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، په یادو سیالیو کې د ازرې ولسوالي د تیږې اچوونې لسګونه غوره لوبغاړو او سلګونه مینه‌والو ګډون کړی وو.

د لوګر د بدني روزنې او وزش امر وویل چې د شویو سیالیو څخه موخه په دغه ولایت کې د تیږې اچوونې سیالیو ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ یووالی او همغږي رامنځته کول دي او  د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کول دي.

د جوړو شویو سیالیو پای کې لومړی مقام ننګیالي، دویم مقام بخت‌محمد او درېیم مقام جان‌اغا خپل کړل او یادو کسانو ته د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري ډالۍ هم ورکړل شوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې د لوګر  د بدني روزنې او ورزش امریت په پام کې لري چې ورته سیالۍ د لوګر په مرکز پل‌علم، محمداغې، بره‌کي برک، خروار او څرخ ولسوالیو ته هم وغځوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام