د تېرې سېشنبې او چهارشنبې پر ورځو د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو بندېدو، د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ، د ناروغانو او د هغوی د خپلخپلوانو لپاره هم ډېرې ستونزې راولاړې کړي.
ولي چې د خپل ناروغ د درملنې لپاره له جوزجان څخه کابل ته راغلی، سلام وطندار ته وايي چې د مخابراتي شبکو او انټرنټي خدمتونو د بندېدو پر ورځو د خپل ناروغ د درملنې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شوی.
هغه وویل: «زه له جوزجان نه بلاسم روغتون ته راغلی یم، د ناروغ د پایواز په توګه. پیسې مې خلاصې شوې، غوښتل مې تلیفون وکړم چې له کورنۍ نه پیسې راولېږي، ځکه جوزجان ډېر لرې دی. یوازې زه پایواز یم، بل څوک نهلرم. تلیفونونه بند شول، دوا مې هم اخیستې وه، حیران پاتې شوم چې څه وکړم. نه کوم خپل لرم، نه پېژندګلوي، یوازې پاتې یم. د انټرنېټ فعالېدو ته په تمه شوم، چې لږ تر لږه مرسته وغواړم.»
په ورته مهال کابل کې بل ناروغلرونکی فريد هم وايي چې د انټرنټي او مخابراتي شبکو بندېدو پرمهال يې روغتون ته مراجعه کړې او له ډېرو ستونزو سره مخ شوی و.
نوموړي وویل: «زما مېرمن ناروغه وه، نو د درملنې لپاره مې بلاسم روغتون ته راوسته. کله چې ورسېدو، تلیفونونه او انټرنېټ دواړه بند وو. له همدې امله له ډېرو ستونزو سره مخ شوم، ځکه نه مې له خپلو ملګرو سره اړیکه نیولی شوه او نه هم هغوی زما له وضعیت خبر ول. فکر مې کاوه چې ښايي عملیات ترسره نه شي. خو د ډاکتر صاحب تر معاینې وروسته څرګنده شوه چې باید عملیات وشي. د مخابراتي شبکو بندېدل زما ستونزې لا ډېرې کړې.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل اوسېدونکې سهیلا هم په دې اړه وویل: «کله چې انترنټ او ټیلیفونونه بند شول، مور مې ناروغه وه، موږ لرې ژوند کوو، ومو نشوای کړای چې ترې خبر واخلم، دوه درې ورځې په تشویش وم او دا ډېره سخته وه.»
له دې سره، د يوشمېر روغتونونو مسوولان او ډاکتران وايي چې د انټرنټ او مخابراتي شبکو د بندېدو ورځو کې د افغانستان روغتيايي سکتور له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.
کابل ښار کې د ګلوبل روغتون سرطبیب فضل احمد رحیمي وايي، د انټرنټي خدمتونو د بندېدو په لومړۍ ورځ، د ناروغۍ د نهتشخیص او د درملنې د ځنډ له امله يو ناروغ، چې روغتيايي حالت يې نازک وو، ژوند له لاسه ورکړ.
نوموړي وویل: «موږ پخوا د سیتيسکن د خدمتونو لپاره د خپلو ناروغانو ټېسټونه بهر ته استول، خو اوس له دې خدماتو بېبرخې شوي یو. تېر ماښام مو یو عاجل ناروغ درلود چې د معایناتو ټېسټ یې د اطلس روغتون ته واستولو. اړتیا وه چې دا ټېسټونه بهر ته ولېږل شي، خو له بده مرغه هغوی هم وویل چې د انټرنېټ نشتون له امله لاسرسی نه لري. د همدې ځنډ په نتیجه کې په تشخیص او درملنه کې خنډونه رامنځته شول او موږ خپل ناروغ له لاسه ورکړ.»
کابل ښار کې د باسط خصوصي روغتون د داخله ناروغیو متخصص حمیدالله هاشمي سلام وطندار ته وايي چې افغانستان کې د روغتیايي کادر د کموالي له امله، د انټرنټ او له بهرنیو متخصصانو سره د اړیکو اړتیا لا ډېره ده.
هغه وویل: «تېره شپه زه نوکري وم، یو هېوادوال یې راوړ چې د ټرافیکي پېښې ښکار شوی و. سره له دې چې ناروغ تلیفون درلود، موږ د هغه له کورنۍ سره اړیکه ټینګه نه کړه. د ناروغ وضعیت ډېر خراب و، خو نه پوهېدو چې د هغه کورنۍ به څومره اندېښمنه وي، ځکه هغوی نه پوهېدل چې ناروغ یې چېرته دی او په څه وضعیت کې قرار لري.»
د باسط روغتون د پېرلو برخې مسؤول عبدالخالق وايي چې د انټرنټ او مخابراتي خدمتونو د بندېدو ورځو کې، د طبي تجهيزاتو په برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخ شوي وو او نهيېشو کولی هغو ناروغانو ته چې جراحي عملیاتو ته اړتيا لري، اړين طبي وسايل برابر کړي.
هغه وویل: «موږ مخکې د تجهیزاتو لپاره په وتسپ ګروپونو کې فرمایش ورکاوه، خو اوس د شرکتونو پته نهلرو او هېڅ کار نشو کولی. یو عاجل ناروغ درلود، ډاکټر بل ځای کې و، امبولانس مو شاته ولیږه چې ډاکټر راشي یا د کور پته ترلاسه کړي. موجود مواد کاروو، خو راتلونکې نه شو پېژندلی چې دوه ساعتونو کې ناروغانو ته خدمت کولی شو که نه.»
د روانې اوونۍ د دوشنبې له ماښام څخه په ټول هېواد کې د ۴۸ ساعتونو لپاره مخابراتي او انټرنټي خدمتونه بند شوي وو چې د اقتصادي، بانکي او سوداګریزو خدماتو تر څنګ یې د روغتیا سکتور پر فعالیتونو هم منفي اغېزې کړي دي.


