په ښارونو کې ژوند کول د یو لړ اسانتیاوو ترڅنګ، ځینې محدودویتونه او ننګونې هم لري چې د ښاریانو فعالیتونه او چارې یو څه سختوي او پر هغوی ورځني فشارونه نور هم ډېروي.

د اروا‌پوهانو په اند، له دغو فشارونو او ذهني ستړیاوو څخه د خلاصون یا ورسره د مبارزې لپاره اړتیا پېښږي چې کورنۍ تفریح ته وخت ورکړي.

پخوا به تر ډېره د ښارونو اوسېدونکي د ذهني سکون ترلاسه کولو او خپلو کورنیو سره د خوشاله شېبو تېرولو لپاره د رخصتۍ په ورځو یا هم له رسمي وختونو وروسته تفریحي پارکونو ته تلل، خو دامهال چې په ټولیز ډول تفریحي پارکونه د کورنیو یا هم په ځانګړي ډول د مېرمنو پرمخ تړل شوي، ستونزې یې زیاتې شوي او فشارونه پرې ډېر شوي دي.

ګل جان د بامیان اوسېدونکې ده چې د کور له کارونو تر ستړي کېدو وروسته د ذهني سکون او تفریح لپاره د وړ ځای نشتون یې ذهني ناارامۍ زیاته کړې ده.

نوموړې وايي، هغه مېرمنې چې ټوله ورځ او بیا ټوله اونۍ د کور په کارونو بوختې وي، د دې اړتیا ډېره لري څو د خپل ذهني ارامښت لپاره داسې ځای ته لاسرسی ولري چې هلته خپلې ستړیاوې تر یوه بریده راکمې کړي.

«زه ډېره اړتیا لرم چې تفریحي ځایونو ته لاړه شم، ځکه چې تل په کارونو کې بوخته یم، ټوله ورځ د کور کارونه کوم، ستړې کېږم، یوه ورځ هم نه برابریږي چې تفریح وکړم.»

اسما بیا د ننګرهار اوسېدونکې ده چې پارکونو ته له تګ منع کېدو وروسته، کورني چاپېریال کې پاتې کېدو پرې رواني فشار زیات کړی.

نوموړې وايي، کورنی چاپېریال او د ښار د کورونو تنګ ژوند لامل شوی چې د یوازیتوب احساس وکړي، ذهني ستړیا یې زیاته او ان روغتیايي ستونزې ورته پیدا شي.

«والله له دې حق څخه محرومېدل موږ له روحي خپګان، فشار، یوازيتوب او حتی روغتیایي ستونزو سره مخ کړې یو. له خلکو او ټولنې سره مو اړیکې کمې شوي، ذهني ستړیا زیاته شوې او د خوښۍ احساس مو راکم شوی او بيخي ځان يوازې احساسوو.»

د یوه بل ګڼ نفوسه او لوی ښار بلخ اوسېدونکې سامي رحمن یار هم د مېرمنو لپاره د تفریح کولو حق اړتیا جدي ګڼي.

نوموړې له سلام ‌وطندار سره خبرو کې وویل، اسلامي احکامو مېرمنو ته په ټولو برخو کې ځانګړي حقوق ورکړي او که مسؤلې ادارې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، ټولو هماغه شرایطو ته په پام، مېرمنې اماده دي چې تفریحي ځایونو ته ولاړې شي.

«زما لپاره دا ډېره مهمه ده چې تفریحي ځایونو ته لاړه شم. ځکه رواني حالت مې ښه کیږي، فشار مې کمیږي، جسما او روحن ارامه کېږم. شین طبیعت د هغوی کورنیو ستونزې کموي چې په تنګ ټولنیز وضعیت کې ژوند کوي، دا د ټولنیزو اړیکو لپاره هم ګټور تمامیږي.»

کابل چې د هېواد پلازمینه ده، څه باندې ۵ میلیونه هېوادوال په کې اوسي، ښار یې تر ټولو ګڼ نفوسه او زیاتره کورنۍ یې د ښار په بلاکونو کې ژوند کوي.

فهیمه نورزۍ د همدې ښار اوسېدونکې ده.

نوموړې ټینګار کوي چې د طبیعت ښکلاوو، شنو ساحو او د کورونو نسبتا تنګ حالت ته په کتو اړتیا لري چې خپلې ستومانۍ په مناسبو تفریحي ځایونو کې په سکون بدلې کړي.

«زه د اسلامي قوانینو په اړه دومره مالومات نه لرم، خو لکه څنګه چې الله تعالی طبیعت پیدا کړی، خپله یې بندګانو ته دا حق ورکړی چې انسانان له طبیعت څخه خوند واخلي. فکر نه کوم چې اسلام کې دې دغه برخه کې کوم خنډ ووسي. تفریحي ځایونه هغه سیمې دي چې انسان په کې ارامي پیدا کوي، د ښه او خوشاله ژوند کولو زمینه برابروي، تفریح خپله مشارکت رامنځ ته کوي، هلته دا امکان برابریږي چې د کورنۍ غړي یو بل سره ښه په خوشحالۍ خبرې وکي، خپل نظرونه تبادله کوي، دا د کورنۍ غړو ترمنځ اړیکې ټینګوي او د هغوی ترمنځ د درناوي لامل کیږي.»

یاده مېرمن له مسؤلو ادارو غواي چې د اسلامي اصولو تر چتر لاندې وړ ځایونه د دوی د ارامۍ او تفریح لپاره برابر کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«زما غوښتنه دا ده، د دې لپاره چې خلک وکولی شي ښه ژوند وکړي او بریالي ووسي، باید د کورنیو لپاره د تفریح ځایونه جوړ شي، اوس یوازې نارینه‌وو ته دا امکان برابر دی. د کورنیو لپاره دې مشخص ځای جوړ شي، ترڅو وکولی شي ښه وخت تېر کړي او تفریح وکړي. داسې هم کېدی شي چې یوازې ښځو ته مخصوص ځایونه جوړ شي. خو دا حل لاره نه ده چې ښځې دې له کورونو نه وځي، کور کې پاتې کېدل خپلې ستونزې، لري هغوی ماشومان روزي، د کور کارونه کوي، خفګان سره مخ کیږي رواني فشار سره مخ کیږي، د دې لپاره چې یوه مور روحي تکلیف ونه لري، او خپلو اولادونو سره ښه چلند وکړي، تفریح ته اړتیا لري.»

په ورته وخت کې د حقوقي چارو څېړونکي هم تفریحي ځایونو ته د مېرمنو پر تګ ټینګار کوي او وايي، که وړ شرایط ورته برابر شي، نو د کورني چاپېریال ارامي نوره هم ورسره زیاتیدلی شي.

د حقوقي مسایلو کارپوه اجمل زرمتی وايي، سره له دې چې اسلامي قوانینو هر انسان ته ځانګړي حق شرایط وضع کړي، نو په کار ده چې د اسلامي اصولو تر چتر لاندې د تفریح حق د ورکړې لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې او حل‌لارې وسنجول شي.

«بلی هو، ښځینه کولای شي پارکونو ته ولاړې شي، خو یو سلسله شرایط اسلامي شریعت په ټوله کې ایښي دي چې هغه مثلا اول حجاب دی چې ډېر ټینګار ورباندې کوي. دویم دادی چې اختلاط په کې شتون ونه لري، یعنې هلته نارینه نه وي. دریم دادی چې د هغوي وقار او متانت په ښه شکل وساتل شي. څلورم شرط چې ټینګار هم ورباندې کیږي او ضرور هم دی، چې د دوي امنیت په واقعي معنی سره خوندي وساتل شي. د ښځو د تګ راتګ لپاره امنیتي مشکلات شتون ونه لري.»

ښاغلی زرمتی هم په کورونو کې هغسې ژوند چې په لویو ښارونو کې یې کورنۍ ترسره کوي، د رواني فشار د زیاتیدو یو له عواملو یادوي.

نوموړی وايي، دا چې نارینه نشي کولای په اپارتمانونو او بلاکونو کې قید ژوند وکړي او هره شېبه هڅه کوي، له کوره بهر ولاړ شي، دغسې مېرمنې هم اړتیا لري چې د کور له کارونو او بوختیا وروسته په یو مناسب چاپېریال کې خپل روحي سکون ترلاسه کړي.

ده زیاته کړه چې د حکومت مکلفیت دی، څو د مېرمنو د ورته حقونو د ورکړې لپاره اقدامات ترسره کړي.

«که چېرته دوي منع کیږي نو دا خو په دې معنی ده چې دوي له خپلو حقه او مشروع حقونو په یو نوعه محرومه کیږي. د دوي په رواني وضعیت به تاثیر کوي. رواني، ذهني او فزیکي روغتیا لپاره پارک ته تګ یا طبیعت کې قدم وهل ډېر ضرور او مهم دي. د دوي پر ټولنیزو حقوقو یو ډول بندیز لګول کیږي، تاسې وګورئ د پیغمبر ص په وخت کې به ښځو په جوماتونو، بازارونو او حتی جګړو کې دوي فعاله ونډه درلودله.»

له دې سره هم مهاله، د اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی‌عن المنکر وزارت مسؤلین وايي، اوس په ډېرو ځایونو کې یې تفریحي سیمو ته د مېرمنو د تګ په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي، خو له کورنیو یې غوښتنه داده چې د دوي اصول په پام کې ونیسي.

د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر له سلام ‌وطندار سره خبرو کې وویل، د دوی ټوله هڅه داده چې مېرمنو ته د اسلامي اصولو له مخې ټول حقوق برابر او له اسانتیاوو یې برخمنې شي.

«په دې وروستیو کې یو شمېر مغرضه او استخباراتي ادرسونو د یاد وزارت په تړاو باندې ډېر ناسم تبلیغات او افواهات نشر کړي چې ګواکې د یاد وزارت له لوري پر ښځو بېلا بېلو مجالاتو کې محدودیتونه لکه تفریحي ځایونو ته، بازارونو ته، هوټلونو ته یا هم هغه د واده سالونونو ته په تګ باندې په قطعي ډول بندیز لګولی چېرې چې ډېره اړتیا لیدل کیږي. د یاد وزارت تګلاره ډېره واضحه ده چې د اختلاط او بې حجابۍ مخنیوی کول، ددې نقطو پرته یاد وزارت نه په ښځو محدودیت لګولی او نه یې هم خلک له دې ځایونو منع کړي دي.»

باور دادی چې مسؤلې ادارې او کورنۍ دواړه خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته په پام، د مناسبو تفریحي ځایونو په برابرولو او د اصولو په رعایت کولو سره کولای شي په پوره همغږۍ دا ستونزه په اساسي ډول حل کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام