سلام‌وطندار د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۳۰۵ نجونو او هلکانو په ژوند کې د هدف لرلو کچې ارزونې په موخه سروې کړې چې د یادې سروې پایلې ښيي، ۶۰.۹سلنه ځوانان ژوند کې مشخص هدف لري او ۳۹.۱سلنه یې له هدف پرته ژوند کوي.

د سروې ۳۹.۱ سلنه ګډونوال چې ژوند کې هدف نه‌لري، د ښوونیزو مرکزونو دروازو تړل‌کېدل، افغانستان کې د کار زمینې نشتون او هېواد کې د شتون انګېزه، هغه لاملونه یادوي چې له امله یې دوی ژوند کې له هدف لرلو لاس په سر کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ځوانان چې بې‌هدفه دي، ۷۵.۸سلنه یې د خپلې بې‌هدفۍ لپاره ځانګړی دلیل نه‌‌درلود، او ۲۴.۱سلنه هم راتلونکې ته د هیلې نه‌لرلو له امله بې‌هدفه دي.

د تخار اوسېدونکی ۲۴کلن ذبېح‌الله وايي: «تالقان ښار کې هټۍ لرم، ۱۸کاله مې زده‌کړې کړي او ماسټري لرم، اوسنیو شرایطو ته په پام افغانستان کې ژوند پاتې کېدل، راته ډېر اړین دي.»

د جوزجان اوسېدونکې رویا بیا وايي: «د ښوونځي دولسم ټولګي کې وم چې امارت راغی او ډېر هدفونه مې لرل. له بده‌مرغه چې ټول پای ته ورسېدل، د امارت په راتلو، اوس مدرسې ته ځم، غواړم ډاکټره شم، خو ونه‌شو.»

هغه ځوانان چې ځانګړی هدف لري، ۶۴.۳سلنه یې د زده‌کړو هدف، ۲۱.۶سلنه یې شغلي هدف، ۷.۵سلنه یې کډوالي، ۴.۸سلنه یې د شتمن کېدو او ۱.۶سلنه یې هم غواړي چې یوازې ځان ته پرمختګ وکړي.

د کابل اوسېدونکې ختیمه چې د انګلیسي ژبې له ادبیاتو فارغه ده، وویل: «هدف لرم او هدف مې یوه بهرني هېواد ته ځان رسول دي، د زده‌کړو دوام لپاره غواړم ماسټري وکړم.»

د سرپل اوسېدونکي غلام‌سخي وویل: «له نېکه‌مرغه چې لېسانس یم، ژورنالیزم کې مې زده‌کړې کړي او هدف مې دا دی چې غواړم تر ماسټرۍ او دوکتورا دوام ورکړم.»

په ورته مهال ټولن‌پوهان د یوې ټولنې بنسټ‌ییز رکن ځوانان یادوي او وايي چې د دوی فعالیتونه د یوې ټولنې وده کې اغېزمن رول لري.

ټولن‌پوه شفیق‌الله انصاري وویل: «هدف لرل، د دې لامل کېږي چې ځوانان خپلو کارولو لپاره انګېزه پیدا کړي، د مسوولیت احساس وکړي او اقتصادي وده کې اغېز لري، که ځوانان هدف ونه‌لري، ډېرې ټولنیزې ستونزې به ولرو او دا بې‌هدفه ځوانان ښايي روږدې شي او د اقتصادي ودې د کمښت شاهدان به وو.»

ارواه‌پوهان وايي چې اوسنیو شرایطو د ځوانانو پر تمرکز اغېز کړی او لامل شوی چې ځوانان ونه‌شي کړای چې د خپلو اهدافو په اړه فکر وکړي.

د رواني چارو لارښود څېړونکی حسین کاظمي وویل: «کله چې انسان په سختو روحي شرایطو کې وي، تمرکز نه‌شي کولای او دا د حل لاره نه‌ده چې یوې څنډې ته کېښنې او هدف ونه‌لرې، موږ کولای شو چې هر څه ومنوو او تاسو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړئ.»

په دې سروې کې د جنسیت له پلوه د ګډونوالو شمېر هم ارزول شوی چې د سروې ۵۸سلنه ګډونوال مېرمنې او ۴۲سلنه یې نارینه دي. د سروې ۴۲.۶سلنه ګډونوال زده‌کوونکي، ۳۲.۷سلنه لېسانس، ۱۷سلنه له دولسم ټولګي فارغ او ۷.۵۴سلنه هم نالوستې دي.

د سروې ۴۵.۹سلنه ګډونوال د ۲۰ او ۲۵کلونو ترمنځ عمرونه لري او ۳۰.۱۶سلنه هم له ۱۵ تر ۲۰ کلن دي. د ۲۵ او ۳۰ کلونو ګډونواله سلنه ۱۳.۱۱ ده او ۱۰.۱۸سلنه هم ۳۰ تر ۳۵کلونو عمرونه لري. پایلې ښيي چې ۶۰.۹سلنه ځوانان مشخص هدفونه لري او ۳۹.۱سلنه هم له هدف پرته ژوند لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دې سروې د پایلو پر بنسټ، د سروې ۴۰سلنه ګډونوال هدف نه‌لري، هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله ګڼ‌شمېر ځوانان بهرنیو هېوادونو ته د تلو لپاره زړه ښه کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام