سلاموطندار د هېواد په ۱۲ ولایتونو ک له ۳۴ مېرمنو سره چې د واده یې، دوه تر ۱۸کاله کېږي، د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری دغه مېرمنې د منظمې درملنې نشتوالي له امله د ماشوم له پیدا کولو محرومې شوې دي.
د یادو مېرمنو له ډلې یې، ۲۸ مېرمنو ویلي چې د منطمې درملنې نشتوالي له کبله نهدي توانېدلې چې اولاد پیدا کړي او د خاوند د کورنۍ له ملاتړ هم بېبرخې شوې دي.
۳۰ کلنه مریم چې د بلخ اوسېدونکې ده، وايي، له واده یې پنځه کاله تېر شوي او د مورکېدو د احساس د ترلاسه کولو په هیله یې په دې موده کې ټولې درملنې په خپله کړي، خو خاوند یې د درملنې په بهیر کې هېڅ ونډه نهده اخیستې او نه یې د خاوند او کورنۍ له لوري مالي او معنوي ملاتړ شوی دی.
مریم وايي: «زه څو ځل ډاکټر ته ورغلم، دوا مې واخیسته، خو خاوند مې هېڅکله حاضر نهشو چې پخپله ډاکټر ته لاړ شي او ځان معاینه کړي. د هغه کورنۍ هم نه یوازې دا چې ملاتړ یې ونهکړ، بلکې د خپلو خبرو په وسیله یې زما زړه راتور کړ. ټول لګښتونه چې د ډاکټر له درملنې سره تړلي وو، ما له خپله جېبه ورکړي.»
دغه وضعیت د ډېرو ښځو لپاره له ناوړه پایلو سره مل شوی دی؛ ۱۲ ښځې چې د دې راپور لپاره ورسره خبرې شوې، وایي چې بېاولادۍ په ژوند کې د هغوی لپاره په یوه کابوس بدله شوې ده. د همدردۍ پر ځای یې خاوند د طلاق یا د دویمې ښځې د راوستلو په ګواښونو سره ځوروي.
همدارنګه، ۲۱ نورې ښځې وایي چې د خاوند د کورنۍ لهخوا، په ځانګړي ډول د خواښې له لوري، د طلاق یا د خاوند د دویم واده لپاره تر سختو فشارونو لاندې راوستل شوي دي. د یوشمېر ښځو په خبره، دغه ګواښونه یوازې خبرې نهوې، بلکې د یوه پېغور لپاره په یوه ترخه حقیقت بدل شوي دي.
بلخوا، جمیله چې ۳۰ کلنه ده او د لغمان اوسېدونکې ده، وایي، له واده یې لس کاله تېر شوي، خو په دې موده کې نه یوازې د خاوند له ملاتړ څخه بېبرخې پاتې شوې، بلکې څو ځله یې د خاوند له لوري د طلاق ګواښونو سره هم مخ شوې ده.
جمیله وایي: «خاوند مې راته وايي چې بله ښځه به درباندې راولم، ته اولاد نهشې راوړلی. کله ناکله راته وايي چې طلاق درکوم. خو زه طلاق نهمنم، ورته وایم چې بله ښځه وکړه، زه به مو کالي ومینځم، خدمت به مو کوم او هر څه به وزغمم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه راپور موندنې ښيي چې پر یادو ښځو فشارونه یوازې د کور دننه نهدي، بلکې په ټولنه کې هم بېاولاده، ښځې له پېغورونو سره مخ دي.
فهیمه چې ۳۰ کلنه ده او د لغمان اوسېدونکې ده، وایي چې له ۱۵ کلونو ګډ ژوند وروسته یې خاوند، دوه کاله وړاندې د اولاد د نشتوالي له امله بله ښځه راوستله.
فهیمه وايي: «هر کله چې په کوم مجلس کې یم، خلک ما داسې معرفي کوي لکه چې کوم لویه ګناه مې کړې وي. راته وايي ته بدقدمه یې، ځکه خدای هم نه درته ماشوم درکوي او له همدې کبله خاوند دې بله ښځه راوستې ده. خلک ما سپکوي، خجالتوي او مجبوروي چې تل په ټیټ سر کېنم.»
دغه کیسې د هغو ښځو د درد بیان دی چې که مورې نهشي، درملنه یې نیمګړې پاتې شي، د کورنۍ ملاتړ ترلاسه نهکړي، یا هره ورځ د طلاق او د خاوند د دویم واده ګواښ سره مخ وي، ژوند یې په یوه خاموشه تراژیدي بدل شي چې نه غږ لري او نه پای، پرته له دې چې په ارامۍ او پرلهپسې سوځېدو تېر شي.
د سلام وطندار موندنې چې له ۳۴ ښځو سره د خبرو پر اساس ترتیب شوي، ښيي چې که د خاوند له لوري طلاق ورکړل شي، یوازې ۵ ښځې کولای شي د کورنۍ ملاتړ ترلاسه کړي او پاتې ۲۹ ښځې هیڅ ملاتړ نهلري.
۳۸کلنه حسنا د تخار اوسېدونکې ده او د درد یوه بېپایانه کیسه لري؛ هغه وایي چې شل کاله کېږي، د ماشوم په تمه ده، خو د هغې درد یوازې د اولاد نهدرلودو پورې محدود نهدی، بلکې که وغواړي د خاوند نه جلا شي، د پلار کورنۍ یې هم پناه او ملاتړ نه کوي.
حسنا وايي: «کورنۍ مې هم ملاتړ نه کوي، وايي که یوه ښځه څه چې څلور نورې ښځې هم وکړي،. موږ چې یو ځل لور ورکړه، نور اجازه نه ورکوو چې طلاق واخلي. خپله هم نه غواړو طلاق شو.»
له دې ټولو سره، ۳۲ کلنه لیلا چې د بدخشان اوسېدونکې ده، د خپلو شپږ کلونو ګډ ژوند د تجربو په اړه په دردناکه غږ وايي چې ژوند یې نور د واده د پیل په څېر نهدی او تل ځان یوازې او په خپګان کې احساسوي.
لیلا وايي: «وروسته له هغه چې اولادداره نشوم، روحي وضعیت مې ډېر خراب شوی، د خپګان احساس مې ډېر دی، په ځانګړي ډول هغه وختونه چې ښځې د خپلو اولادونو په اړه زما مخې ته خبرې کوي. زه څنګه ورته ګورم، دا خبرې ټول درانه او اغېزمن دي او په ما منفي تاثیر کوي. زه ډېر وخت یوازې او بېوسه احساس کوم.»
سلام وطندار د دې موضوع د څېړلو لپاره له پنځو ارواپوهانو سره خبرې کړي دي. موندنې ښيي چې د بېاولاده ښځو پر وړاندې د فشار او ډېری ریښې په ټولنیزو او فرهنګي عواملو کې پراته دي.
ارواپوه شفیقالله انصار د موجودو فشارونو او ګواښونو په تایید سره وایي چې دا وضعیت کولای شي د ښځو پر رواني سلامتۍ ډېر اغېز ولري، له خپګان او بېارزښتۍ نیولې تر د ژوند بشپړ ړنګېدو پورې.
هغه وايي: «له رواني پلوه، دغو ښځو هغه عزت او شخصيتي ځای چې باید په کورنۍ کې یې لرلی، له لاسه ورکړی دی. متأسفانه په داسې کورنیو کې، د ژبې تېزوالی، سپکاوی او تحقیر هره ورځ زیات زیانونه رسوي، دوی په رواني او بدني لحاظ ستړي کېږي. همدارنګه، دا انزوا، مکرر ژړا او ناامیدي کولای شي د نورو رواني ناروغیو د پېښو زمینه برابره کړي.»
همدارنګه یو بل ارواپوه محمدالله بلوچ، وایي چې د طلاق یا د خاوند د دویم واده د فشار مخنیوي لپاره باید د ښځو ملاتړ وشي او د کورنیو لپاره په دې ډول موقعیتونو کې لازم پوهاوی ورکول شي.
هغه زیاتوي: «کورنۍ باید د هر فرد په اړه مطالعات ولري، روانشناسان باید پوهاوی ورکړي، سیمینارونه وړاندې کړي. د ښځو د ژوند، ګډ ژوند، د کورنۍ مشورې او د واده مشورې اصول باید خلکو ته برابر شي. رسنۍ هم باید په دې برخه کې فعاله ونډه ولري.»
په افغانستان کې بېاولاده مېرمنو ته په سپکاوي ډول کتل کېږي او ښځې تل د دې له امله ملامتېږي. معمولاً یوازې ښځه ډاکټر ته بیول کېږي، پداسې حال کې چې ډېری وخت خاوند پرته له دې چې خپله روغتیا معاینه کړي، دویم یا درېیم واده کوي، څو ماشوم پیدا کړي، ځکه په دودیزه توګه باور کېږي چې ستونزه یوازې د ښځې له لوري ده.
د نسایي –ولادي برخې ډاکټره سونیتا بهرام وایي: «زه یو ناروغ لرم چې درې ځله یې واده کړی و او د بېاولادۍ له امله د درېیو ښځو سره واده کړی و. بالاخره په درېیمه ښځه کې خاوند رضایت ورکړ چې خپله معاینات وکړي. د معایناتو پایله دا شوه چې خاوند هېڅ تخم نهدرلود. دا څرګندوي چې په بېاولادۍ کې هم ښځه او هم خاوند اساسي رول لري، نو د غوره درملنې لپاره باید دواړه یوځای درملنه پیل کړي.»
همدارنګه، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۳ کال وروستی راپور ښيي چې په نړۍ کې هر شپږم کس بېاولادۍ تجربه لري. دغه سازمان د بېاولادۍ سره تړلې ټولنیز سپکاوي، د درملنې د لاسرسي نابرابري او د کورنیو په کچه د تشدد خطرونه هم د جدي ستونزو په توګه یادوي.


