Asset 1SWN

د سرپل «انګشت شاه» ته د کورنیو ګرځندویانو ورتګ زیات شوی

gardesh

هره ورځ زرګونه کورني ګرځندویان د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالي له مرکز نه اته کیلومټره لرې په «شبوکند» سیمه کې د «انګشت شاه» مېله‌ځای ته د چکر لپاره ورځي، خو دغه ګرځندویان یادې سیمې ته د ورغلي واټ د خرابوالي او هلته د لازمو امکاناتو نشتون په اړه شکایت کوي.

یوشمېر کورني ګرځندویان وايي، انګشت شاه د سرپل تر ټولو ښکلې دره او مېله‌ځای دی چې ښې چینې او ځړوبي لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بلخ اوسېدونکی عبدالحمید چې انګشت شاه ته ورغلی وايي، د انګشت شاه طبیعي ځړوبي ډېر زړه‌ راښکونکي دي او ساری یې هم په هېواد کې نه‌دی لیدلی.

د نوموړي په وینا، د واټونو خرابوالی، د برښنا، کلینیک او هوټل نشتون هغه ستونزې دي چې اسلامي امارت یې باید د جوړولو او برابرولو لپاره هڅې وکړي.

د جوزجان اوسېدونکی بسم‌الله چې له خپلو ملګرو سره یاد مېله‌ځای ته راغلی وايي، که څه هم دې سیمې ته د ورغلیو واټونو خرابوالی او د امکاناتو نشتون خلک ځوروي، خو طبیعي ځړوبي یې چې د تیګو په زړه کې جوړ شوي، د هر چا زړه خوشحاله او اراموي.

هغه وايي، که په انګشت شاه کې ښه او پرمختللي امکانات برابر شي، هره ورځ به یې د لیدونکو شمېر له ۵۰۰ څخه ۲۰۰۰ ته لوړ شي.

بله‌خوا، د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، ټولې ستونزې یې له حکومت سره شریکې کړي او ژرترژره به یې د حل لپاره اقدامات وشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رییس فخرالدین عمیر سرپلي وايي، په وروستۍ میاشت کې انګشت شاه ته د ورتلونکیو ګرځندویانو شمېر د پام وړ ډېر شوی دی.

د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو پنځو ورځو کې ۱۰ زره کورني ګرځندویان انګشت شاه ته د چکر لپاره ورغلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام