د بامیان له سړې هوا سره هم‌مهاله، په څمڅو کې اوسېدونکې لسګونه کورنۍ وایي چې د فقر، وزګارتیا او د ثابت عاید د نشتوالي له امله نه‌شي کولی د ژمي لپاره د کورونو تودولو ساتلو په موخه سون توکي برابر کړي.

۲۶ کلنه فاطمه چې د څلورو ماشومانو مور ده او له تېرو درېیوو کلونو راهیسې د بامیان په یوه څمڅه کې ژوند کوي، وایي، د خاوند د کم عاید له امله یې د کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه‌لري او ژمی د سون توکو او اسانتیاوو پرته تېروي.

فاطمه وايي: «زما خاوند ورځنی مزدور دی، د سون توکو د پېرلو وس نه‌لرو. څمڅه ډېره سړه شوې او وېره لرم چې نوی زېږېدلی ماشوم مې ناروغ نه‌شي. که ناروغ شو، حتا تر روغتون پورې د تګ کرایه هم نه‌شو ورکولی. برښنا، تشناب او نور بنسټیز امکانات نه‌لرو.»

جمیله چې د بامیان بله څمڅ‌مېشته ده، هم ورته کیسه لري. نوموړې د خپل خاوند له وزګارتیا او د څمڅې د ګرمولو لپاره د سون توکو له نشتون شکایت کوي.

هغې وویل: «سم کور نه لرو، خوندي دروازه نه لرو او د پردیو له راتګ وېرېږم. له لړمانو هم وېرېږو، خو مجبور یو دلته ژوند وکړو. سره له دې ټولو ستونزو، خپل ماشومان مکتب ته لېږم، څو راتلونکی یې ښه وي.»

۳۵کلنه نیک‌بخت چې نږدې شل کاله ژوند یې، په څمڅو کې تېر کړي، وایي، په دغو یخو ورځو کې یې یوازینۍ هیله دا ده چې یو خوندي چت او لږه تودوخه ولري.

نوموړې وايي: «ارمان مې یو ارام ژوند دی. په څمڅه کې ژوند ډېر سخت دی. کاش حکومت موږ ته یو کور راکړي، څو له دې ځایه ووځو. زموږ میاشتنی عاید درې زره افغانۍ دی؛ نه سون لرو او نه کافي خوراکي توکي. په ژمي کې څمڅه لنده کېږي او خاوره ترې راپرېوځي.»

۴۰کلنه امنه چې شاوخوا پنځلس کاله کېږي په څمڅو کې ژوند کوي، وایي د نري رنځ (توبرکلوز) په ناروغۍ اخته ده او د ژمي په موسم کې د سړې څمڅې له امله یې ناروغي نوره هم شدیده کېږي. نوموړې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی شخصي روغتونونو ته مراجعه وکړي.

آمنه، چې د خپګان نښې یې له څېرې څرګندې وې، وايي: «درې کاله کېږي چې د توبرکلوز ناروغي لرم. څو ځله دولتي روغتون ته ولاړم، خو ښه نه شوم. پخوا مې لاسي صنایع کول او عاید مې درلود، خو اوس څوک نشته چې د کور لګښت برابر کړي. تر اوسه مې له حکومت او مرستندویو بنسټونو هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې. اوس یوازې یو–دوه کیلو اوړه او لږ غوړي راسره پاتې دي.»

امنه چې پخوا یې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کاوه، اوس د ناروغۍ له امله د کار وس نه‌لري. د هغې د څلور کسیزې کورنۍ یوازینۍ نفقه‌پیداکوونکې یې ۱۲ کلنه لور ده چې د غالۍ اوبدلو په یوه کارځای کې کار کوي او ورځنی عاید یې ۱۰۰ افغانۍ دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بامیان د څمڅو اوسېدونکي له حکومت او مرستندویو بنسټونو غواړي چې د ژمي پرمهال د سون توکو د برابرولو، د روغتیايي مرستو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

په همدې حال کې د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین که څه هم د څمڅ‌مېشتو کورنیو د ژوند د ښه کېدو لپاره د کومو مشخصو پروګرامونو یادونه نه کوي، خو ټینګار کوي چې دا کورنۍ د فقر او د سرپناه د نشتون له امله اړ شوې چې په څمڅو کې ژوند وکړي.

د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، مصطفی صالح، له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل: «خلک په قانوني ډول اجازه نه‌لري چې په څمڅو کې ژوند وکړي؛ ځکه دا څمڅې تاریخي ابدې دي او په لرغونو سیمو کې موقعیت لري. خو د فقر او بې‌سرپناهۍ له امله، ځینې خلک په ناقانونه ډول په دغو څمڅو کې ژوند ته اړ شوي دي.»

نوموړی زیاتوي، که څه هم په بامیان کې په څمڅو کې اوسېدل اوږده مخینه لري، خو اوس د ښاري ژوند د پراختیا او د اسانتیاوو د زیاتېدو له امله، دا نور د ژوند یوه طریقه نه، بلکې یوه ناچاري ده چې ګڼې کورنۍ یې تجربه کوي.

په همدې حال کې، د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېسارۍ (UNHCR) تېرکال اعلان کړی و چې د څمڅ‌مېشتو کورنیو لپاره به له ۱۴۰ څخه زیاتې سرپناه‌وې جوړې کړي، خو د ځایي اوسېدونکو په وینا، تر اوسه د دغو ژمنو د عملي کېدو کوم څرګند نښه نه ده لیدل شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام