Asset 1SWN

د پولاد خام موادو له کمښت د اوسپنې ویلې‌کولو کارخونو د ټولنې اندېښنه

The interior of the ThyssenKrupp Steel USA factory in Calvert, Alabama, is pictured in this undated handout photo. Germany's ThyssenKrupp has agreed to compensate buyers of its U.S. steel plant for any underperformance in the next few years to seal a long-awaited deal to be outlined later on November 29, 2013, two people familiar with the transaction said. REUTERS/ThyssenKrupp/Handout via Reuters (UNITED STATES - Tags: BUSINESS COMMODITIES INDUSTRIAL) ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS. NO SALES. NO ARCHIVES.THIS PICTURE IS DISTRIBUTED EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS ORG XMIT: TOR109

 د اوسپنې ویلې کولو کارخونو د ټولنې مسوولان وايي چې هېواد کې د «پولاد» تولید برخه کې د اړتیا وړ خام مواد په ختمېدو دي او صنعت‌کارانو ته باید د اوسپنې استخراج زمینه برابره شي.

د اوسپنې ویلې کولو کارخونو د ټولنې رییس نصیراحمد رشتیا نن سه‌شنبه د غبرګولي ۱۳مه کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې د اوسپنې ویلې کولو کارخونو ته باید کانونه په واک کې ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «افغانستان کې د پولادو خام مواد خلاص شوي او سرپرست حکومت باید صنعت‌کارانو ته د تولید زمینه برابره کړي. کانونه باید درجه باندي شي او موږ شدید اړتیا لرو چې کانونه زموږ واک کې راکړل شي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه غړی خان‌جان الکوزی وايي چې هېواد کې باید د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وشي. هغه له سرپرست حکومت غواړي چې د سوداګرو ملاتړ لپاره باید په دولتي ادارو کې له کورنیو تولید شویو توکو استفاده واخیستل شي.

نوموړي وویل: «باید د سوداګرو ستونزو لکه د برښنا او ځمکې ستونزو ته رسېدنه وشي. موږ له ا.ا غواړو چې د سوداګرو ملاتړ لپاره باید دولتي ادارو کې له کورني تولیداتو استفاده وشي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي دې غونډه کې وویل چې صنعت‌کارانو ته د کانونو استخراج موضوع به کابینې او اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

هغه وویل: «ټاکل شوې چې د کابینې له لوري یوه طرحه تایید شي له مخې به یې ټولو وزارت‌خونې او دولتي ادارې له کورني تولیداتو استفاده کوي او د کانونو د استخراج موضوع به کابینې او اقتصادي کمېسیون کې شریک کړم.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هېواد کې د اوسپنې تولید برخه کې د خامو موادو د ختمېدو په اړه دغه اندېښنې داسې مهال دي چې نن کابل کې د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د فقیري‌ سټیل په نوم د اوسپنې ویلې کولو کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام