دلته د کابل ښار په «شهرارا» سیمه کې د «احمدي» په نوم د ګاڼو او سینګار توکو جوړولو کارځای دی؛ چېرې چې یوشمېر ښځې د ګاڼو او سینګار توکو جوړولو لپاره پر کار بوختې دي.
یوشمېر زیارکښې ښځې د ګاڼو جوړولو په یوه کوچني مرکز کې سره راټولې شوي او په خپلو ځانګړو مهارتونو سره له قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو زینتي ګاڼې جوړوي.
فریبا ابراهیمي چې دغه مرکز کې کارکوونکې ده، وايي: «د کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې یم، غواړم اولاد مې یوه ځای ته ورسوم؛ دوی باید داسې احساس نهکړي چې پلار نهلري. د پلار نشتوالی حس نهکړي.»
ابراهیمي چې د پنځو ماشومانو مور ده، د خپلې ورځې ډېره برخه د ډبرو پرې کولو ماشین ترشا تېروي، څو د ګاڼو جوړولو سربېره، خپلو ماشومانو ته د ژوند اړین امکانات برابر کړي.
هغې وویل: «درې کاله مې ډبلیواېفپي کې کار وکړ او اوس دا کار راته برابر شو. دلته مې د حکاکۍ کار زدهکړ، له هغه وروسته مې دا کار پیل کړ او غواړم په خپلو پښو ودرېږم.»
د ګاڼو جوړولو د دغه مرکز مسوولان د هېواد له بېلابېلو سیمو هغه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې راوړي چې دوی ورته اړتیا لري.
فریبا ابراهیمي چې د دغه مرکز یوه مسووله هم ده، وویل: «ځینې کسان له بدخشان موږ ته ډبرې راوړي، ځینې له تخار او د کابل انتیک فروشي کوڅې څخه یې هم اخلوو. هر چېرته چې اشنا کس ولرو، ډبرې ترې اخلوو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ګاڼو او سینګار توکو جوړولو په دغه کارځای کې د کار بله برخه د هغو قیمتي او نیمهقیمي ډبرو پالشکول دي چې د پرېکولو ماشین لاندې تیریږي او مسوولیت یې د مدینې رشیدي پر غاړه دی.
هغه وویل: «ما غوښتل چې وښیم، که سړي دا کار کولای شي، ښځې هم وړتیا لري چې دا کار وکړي. موږ هم له نارینهوو هېڅ کمی نهلرو.»
که څه هم دغه دنده د مدینې لپاره سخته ده؛ خو علاقې او اړتیا مدینه دې ته اړه کړه چې کار ته دوام ورکړي. مدینه رشیدي وویل: «نهم ټولګي کې وم چې ښوونځي وتړل شول. حکوت بدل شو، زه کور کې وزګاره وم. پر ژور خپګان اخته شوې وم. زړه به مې تنګ وو، بد رواني حالت سره مخ وم.»

مدینې له ښوونځي پاتېکېدو او دوه کاله وزګارتیا وروسته، بالاخره دنده وموندله او اوس د خپلې راتلونکي لپاره هڅه کوي. «له دوو کلونو وروسته دلته راغلم، دلته مې کار پیل کړ. دې کار کې مې پرمختګ کړی، د نارینه کار کړی او دا راته ویاړ دی چې دومره پرمختګ مو کړی دی.»
د دغو ښځو د کار یوه برخه د سرو زرو جوړول دي. دوی قیمتي ډبرې پرې او پالش کوي او بیا ترې ښکلي ګاڼې جوړوي. زمیره احمدي چې د دغه کارځای مسووله او زرګره ده وايي، له دوو یا درېیو کلونو راهیسې یې په دغه کار بوخته ده.
هغې وویل: «کله مو چې کار پیل کړ، اته کسان و، یوشمېر مېرمنې چې موږ سره وې، کورنۍ ستونزې یې، لرلې، اوس څلور مېرمنې زرګرۍ کې یوو او دوه کسان د حکاکۍ.»
په دغه مرکز کې تولید شوي ګاڼې، د ښکلا سربېره، د دغو ښځو د ژوند سختۍ هم بیانوي؛ د هغو ښځو د ژوند کیسه چې په کور کې د ناستې او غم زغملو پرځای، د ښکلا رامنځتهکولو هڅه کوي.


