د ا.ا ویاند ذ.بېحالله م.جاهد وايي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب د یوه پلاوي په مشري په ترکیه کې د اسلامي نړۍ د علماوو غونډه کې د ګډون په موخه استانبول ته تللی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه نن پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې یاد پلاوی د ترکیې د دیني چارو ادارې د عمومي رییس علي ارباش په رسمي بلنه دغه هېواد ته ورغلی دی.
د نوموړي په وینا، ټاکل شوې په دې غونډه کې د اسلامي نړۍ پر وړاندې د شته ننګونو او ګواښونو د مخنیوي په اړه پر حللارو خبرېاترې وشي او د اسلامي امت د ګډو قضیو په اړه یو دریځ غوره شي.