د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره سیالیو نړیوال جام په نیمه پای‌لوبه کې نن پنج‌شنبه، چنګاښ ۷مه، له سوېلي‌‌افریقا سره سیالي وکړه چې سوېلي‌افریقا دغه لوبه په ۹ وېکټو وګټله.

له دې ماتې سره نړیوال جام کې د افغانستان د ویاړلې لوبډلې تاریخي او له لاسته‌راوړنو ډک سفر هم پای ته ورسېد.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له سیالي وروسته، افغان لوبډلمشر، لوبغاړو او د کرېکټ مبصرینو د لوبډلې ستاینه کړې او راتلونکو لوبو کې یې ورته د بریالیتوب غوښتنه کړې.

پر اېکس‌پاڼه د افغان لوبډلې په تړاو شوي ځینې پوسټونه!

راشدخان

د شل اووره سیالیو لپاره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان له لوبې وروسته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا نړیوال جام به یې تل یاد وي.

هغه پر لیکلي: «موږ به دا #T20WorldCup تل په یاد ولرو! د دې لوبډلې د هر یوه لوبغاړي هڅې او مبارزه د ستاینې وړ ده او زه پرې ویاړم.»

راشدخان همداراز لیکلي چې لوبډله به بېرته پیاوړې راګرځي او په وینا یې، «له ټولو هغو مننه چې پر موږ یې باور وکړ او دې مبارزه کې یې موږ سره مرسته وکړه.»

میرویس اشرف

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د سیالیو له امله له لوبغاړو مننه کړې.

نوموړي نن پنج‌شنبه، چنګاښ اوومه» پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې لوبډلې افغان ولس ته په خپلو بې‌سارو لوبو خوښې ورکړې او په وینا یې، ولس یې مېړانه ستايي.

هغه لیکلي: «تاسې په نړیوال جام سیالیو کې بې‌سارې لوبې وکړې او په خپلو یادګاري بریاو سره مو افغان ولس ته زښتې ډېرې خوښۍ ورکړې. موږ ټول افغان ولس ستاسې مېړانه ستایو او د دغو نه هېرېدونکې بریاوو او خوښیو له امله چې موږ ته مو په دې ورځو کې راکړې، د زړه له تله مننه کوو.»

اشرف غني

د افغانستان پخواني ولسمشر محمداشرف غني د نړیوال جام نیمه پای‌لوبه کې د افغانستان له ماتې وروسته د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي اتلان بللي دي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په دې سختو شرایطو کې افغانانو ته د خوښي او د یووالي شېبې ور په برخه کړې او په وینا یې، دی نړیوال جام کې د ملي لوبډلې پر لوبو ویاړي.

هغه لیکلي: «زه د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام کې ستاسو «ملي لوبډلې» د بې‌سارې لوبو له امله د زړه له کومې مننه کوم. نیمه پایلوبې ته رسېدل یوه ستره لاسته‌راوړنه ده، که څه هم دغه سفر د سوېلي‌افریقا پر وړاندې پای ته ورسېد، خو ستاسو ژمنتیا، مهارت او لوبو زموږ زړونه له ویاړ او خوښۍ ډک کړل.»

نوموړي همداراز له ملي لوبډلې مننه کړې چې نړیوال جام کې یې په ویاړ د افغانستان استازیتوب وکړ.

هرشا بوګلي

د کرېکت هندی مبصر هرشا بوګلي وايي چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي روان نړیوا جام کې د ښو لوبو له امله باید سرلوړي لاړ شي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «دې شل اووره نړیوال جام کې افغانستان کم‌سارې لوبې وکړې او دوی باید سرلوړي لاړ شي.»

هرشا بوګلي همداراز افغان لوبډلې ته مشوره ورکړې چې د مخته تګ لپاره خپل مېډل ارډر «منځنیو توپ‌وهونکو» برخه پیاوړې کړي او په وینا یې، رحمت شاه باید دې برخې ته راوستل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغان لوبډلې نن د شل اووره سیالیو نړیوال جام نیمه پایلوبه کې له سوېلي‌افریقا په ۹ وېکټو ماته ومنله او نړیوال جام کې یې سفر پای ته ورسېد.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام