د افغان حکومت د سولې خبرو د مرکهچي پلاوي غړي حفيظ منصور نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وويل چې ټاکل شوې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په قطر کې په خپل وخت له سره پیل شي.
حفيظ منصور ويلي، ټاکل شوې د افغان حکومت د سولې مرکهچي پلاوی د دوشنبې په ورځ د قطر دوحې ته لاړ شي.
د نوموړي په وینا، له اوسني وضعیت نه د وتلو لپاره ناچاره یو چې د لنډمهالي حکومت په لور ولاړ شو.
هغه وايي، طالبان له نوي نسل، په تېره خبریالانو نه ویره لري او دا نسل د امریکا د لښکر په توګه پېژني چې په وینا یې، باید مهار شي.
حفیظ منصور زیاتوي، د سولې خبرواترو دویم پړاو به د واک د وېش پر بحث ور ټول وي.
د ملي پخلاینې عالي شورا وايي، د يادې شورا د کاري کمېټې د غړيو له لوري د افغان حکومت د سولې خبرو مرکهچي پلاوي ته لارښوده طرحه چمتو شوې ده.
له بلې خوا له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر نن سهار د ټیليفون له لارې د قطر له امیر سره خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د قطر له امیر سره پر سولې او پر بېړني اوربند غږېدلی دی.
د افغان حکومت د سولې خبرو مرکهچي پلاوی به په داسې حال کې دوحې ته روان شي چې د سولې خبرې د اجنډا د بحث او مشورو لپاره د دوه اړخیز هوکړه لیک له مخې درې اوونیو لپاره ځنډول شوې وې.