د افغانستان د کرېکټ نولس کلنې ملي لوبډلې د بنګلدېش د کرېکټ نولس کلنې ملي لوبډلې ته دویمه یو ورځنۍ لوبه د ۶۳ منډو په توپیر وبایلله.
په دغه لوبه کې د بنګلدېش د کرېکټ نولس کلنې ملي لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او افغانسنتان ته یې د ۲۳۲ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان لپاره په توپاچوونه کې یو ځل بیا ځوان چټک توپاچوونکي یما عرب څلور وېکټې ترلاسه کړې.
افغان نولس کلنه لوبډله توپوهنه کې پاتې راغله او ټوله لوبډله په ۱۶۸ منډو وسوځېده. په توپوهنه کې سهیل خان ښه وځلېد او ۸۹ منډې یې جوړې کړې.
د بنګلدېشۍ لوبډلې په دې بریا سره د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له دې وروسته به د افغانستان، بنګلدېش او سریلانکا نولس کلنې ملي لوبډلې په درې اړخیزې لوبلړۍ کې سره مخ شي. دغه لوبلړۍ به راتلونکې شنبه پیل شي او لومړی لوبه کې به یو ځل بیا افغان نولس کلن د بنګلدېش پر وړاندې ولوبېږی.