بغلان او نيمروز کې ۸ امنيتي ځواکونه وژل شوي

په بغلان او نيمروز ولايتونو کې سرچينې وايي، د طالبانو په بريدونو کې ۸ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي او ۹ نور ټپيان دي.

نيمروز کې يوه سرچينه  چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو تېره شپه د دې ولايت د چخانسور ولسوالۍ « هليلی» سيمه کې پر يوې پوستې ډله‌ييز بريد کړی چې له کبله يې ۶ پوليس وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي او همداراز طالبانو د پوستې ټول تجهيزات له ځانه سره وړي دي.

تخار کې ناپېژاندو وسله‌والو د یوې کورنۍ ۲ غړي وژلي

تخار کې ځايي سرچينې او امنيتي مسوولان وايي، دښت‌کلا ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ملکي کسان وژلي او يو کس يې ټپي کړی دی.

د دښت‌کلا ولسوالۍ مدني فعال حامد قرلق سلام‌وطندار ته وايي، دغه پېښه چې د يوې کورنۍ دوه غړي په‌کې وژل وي او يو کس ټپي دی د يادې ولسوالۍ «خمدان» سيمه کې شوې.

کورونا تېره يوه شپه او ورځ کې ۱۴ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۱۴ کسان مړه کړي او ۵۷ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۸۰۲ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

تخار کې يوه پېغله نجلۍ ووژل شوه

تخار امنيتي مسوولان وايي، د ياد ولايت مرکز تالقانو ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو يوه پېغله نجلۍ وژلې ده.

 د تخار ولايت د امنيې قومندانۍ وياند خلیل اسیر سلام‌وطندار ته وايي، دغه نجلۍ د ورسج ولسوالۍ «ترشت» کلي کې اوسېده، رومینا نومېده او د حبیب‌الله لور وه.

نیمروز؛ یوه هوايي برید کې ۱۴ ملکيان وژل شوي

 

نیمروز کې يوه معتبره محلي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، هوايي ځواکونو تېره شپه د خاشرود ولسوالۍ «منظري» سیمه کې د اوسېدو په یوه کور هوايي برید کړی دی.

سرچینې وویل، دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او یو په کې ټپي دی.

هلمند کې د طالبانو د سل کسيزه قطعې د قومندان په ګډون ۵۰ وسله‌وال وژل شوي

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه اړوند په سورګدر، بشران او د نادعلي، ګرمسېر او ناوې ولسواليو کې پوځي عمليات کړي چې په پايله کې يې  د وسله‌والو طالبانو د سل کسيزه قطعې د يوه قومندان «عبدالسلام» او ۳ ماين خښوونکيو په ګډون ۵۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.