پنټاګون: د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو ښایي د ځواکونو وتل ورو شي

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتو کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د څو ولسوالیو د مرکزونو له نیولو سره هم‌مهاله پنټاګون د افغانستان د امنیتي وضعیت د ارزونې په حال کې دی او وضعیت ته په کتو به د ځواکونو د وتلو د ورو کېدو پرېکړه وکړي.

بایډڼ: له افغانستانه تلپاتی ملاتړ کوو

د امریکا متحده ایالاتو ولسمسشر جوبایډ‌ن وړمه ورځ په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو په غونډه کې وویل چې له افغانانو او د دغه هېواد د
امنیتي ځواکونو سره به په ډېپلوماتيکو، اقتصادي او بشرپالنې برخه کې د امریکا ژمنې تلپاتې وي او له دغه هېواد به ملاتړ کوي. هغه ویلي چې امریکا تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او دغه هېواد به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یوازې نه پرېږدي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل

سي‌اِن‌اِن پرون د سپینې ماڼۍ او د امریکا د څو دفاعي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده.
دغه راز، د ناټو ځواکونو څو چارواکو د فرانسې له خبري اژانس سره په مرکه کې تایید کړې چې ناټو سازمان هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو اېستلو لړۍ پیل کړې ده. د ناټو سازمان یوه چارواکي یاد اژانس ته ویلي چې د دغه سازمان متحدانو د اپرېل په نیمايي کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي او په وینا یې، له دغه هېواد څخه یې د ځواکونو اېستلو لړۍ پیل شوې ده.

د افغانستان جګړې پر ختمولو د بایډن بیا ټينګار

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد کانګرېس ته په خپله لومړنۍ وینا کې یو ځل بیا د افغانستان جګړې پر پای ته رسولو ټينګار کړی او ويلي یې دي چې امریکایي سرتېري باید له افغانستانه راووځي.

ولسمشر بایډن پرون شپه د امریکا کانگرېس ته په خپلو خبرو کې وویل چې هېواد یې په افغانستان کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې او په وینا یې، افغانستان کې هغه نظامیان هم شته چې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر د ۱۱مې له بريدونو وروسته زېږېدلي دي.

مکېنزي: افغان ځواکونه د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ عمومي قوماندان کېنټ مکېنزي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعیت په اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ ویلي، افغان ځواکونه له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته هم ملاتړ ته اړتیا لري.
هغه دا څرګندونې پرون د امریکا د سنا پوځي خدماتو کمېټه کې کړې دي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو اېستلو په اړه د بایډن اعلان

د امریکا ولسمشر جو بایډن بېګاه د افغانستان په اړه خبرې کړي او په وینا یې، لس کاله کېږي چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وژل شوی او اوس د دې وخت را رسېدلی چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ومومي او امریکايي ځواکونه بېرته هېواد ته را وګرځي.
د نوموړي په وینا، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو لړۍ به د روان میلادي کال د سپټمبر تر یوولسمې پای ته ورسېږي.

د کانګرېس راپور: امریکا باید له افغانستانه د ټولو ځواکونو د اېستلو پروګرام وځنډوي

د افغانستان په اړه هغه راپور چې د امریکا د کانګرېس په سپارښتنه جوړ شوی، د جو بایډن له دولت نه په‌کې غوښتل شوي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د را اېستلو پروګرام دې وځنډوي، د مې میاشت موده پرېږدي او پر ځای دې یې یوازې هغه مهال خپل سرتېري را وباسي چې د یاد هېواد امنیتي وضعیت سم شي.