عبدالمتین قانع: د روان کال په شپږو میاشتو کې مو ۸۲۱۰ جنايي جرمونه ثبت کړي
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن د یوې خبري غونډې پر مهال د دغه وزارت د امنیتي وضعیت او د امنیت ټینګ په برخه کې د مسوولانو د اجرااتو په اړه تازه جزیات له رسنیو سره شریک کړل.
د پکتیا امنیتي مسوولان: یوه کال کې د وژنې ۷۳ پېښې شوي
د پکتیا د امنیې قومانداني د امنیت آمر قاري اسلم کرامت په دې غونډه کې وویل چې د تېر یوه کال پر مهال په دغه ولایت کې د وژنې ۷۳ پېښې شوي او په تړاو یې ۹۴ نارینه او درې مېرمنې نیول شوې هم دي. نوموړی وايي یادې پېښې د بېلابېلو لاملونو له کبله شوې دي.
هرات ښار کې د جنايي جرمونو له زیاتوالي د خلکو شکایت
د هرات ښار اوسېدونکي په دې وروستیو کې دغه ولایت کې د وژنو، د وسلهوالو غلاوو او د انسان تښتونې پېښو له زیاتېدو څخه شکایت کوي.
کندهار کې د جنايي جرمونو زیاتېدل؛ وسلهوالو غلاوو خلک اندېښمن کړي
په دې وروستیو کې کندهار ولایت کې تر بل هر وخته جنايي پېښې ډېرې شوي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
ننګرهار؛ یوه میاشت کې د جنايي جرمونو په تور ۱۶۱ کسان نیول شوي
د ننګرهار د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د تېرې یوې میاشتې پر مهال یې په دې ولایت کې ۱۶۱ کسان د بېلابېلو جرمونو په تورنیولي دي.
د پلازمېنې اوسېدونکي: کابل کې د جنايي جرمونو پېښې زیاتې شوي
د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې له بد امنیتي وضعیت څخه اندېښنه ښيي او وايي، سره له دې چې د اسلامي امارت امنیتي چارواکي په کابل ښار کې د امنیت د ټينګښت ډاډ ورکوي، خو دغه هڅې د پام وړ پایلې نه لري.
طالبانو جوزجان کې د «۱۳۰واده شویو مېرمنو» د خرڅلاو په تور یو کس نیولی
په جوزجان کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د دویمې امنیتي حوزې د امنیتي ځواکونو له لوري د « ۱۳۰ واده شویو مېرمنو» د خرڅلاو او غلا په تور پنځه کسان نیول شوې دي. د جوزجان ولایت یوشمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت دغه کار ستايي او هغه د جنايي جرمونو په راکمولو کې ګټور بولي.
په وروستیو اوونیو کې جنايي پېښو ته رسېدنه نه ده شوې
په وروستیو اوونیو او له هغې راهیسې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په کابل او ګڼشمېر ولایتونو کې جنايي پیښې رامنځته شوې چې د اړوند چارواکو له لوري ورته رسېدنه نه ده شوې.