د ا.ا مشر کندهار کې د اوبو د ۵۰ ژورو څاګانو د کیندنې امر کړی
![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2023/09/1-1.jpg)
د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې د اوبو ۵۰ ژورې څاګانې کیندل کېږي او ترڅنګ به یې د اوبو رسولو شبکې هم جوړې شي.
ناپېژنده وسلهوال د بدخشان د ارګو ولسوالي د روغتون امر وژلی
![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2023/04/Badakhshan-1313-pwhk0rof7df47z8vbvnycgek2cdlmz4ne05lrageiw.jpg)
بدخشان کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر شپه د وري ۲۰مه د دغه ولایت د ارګو ولسوالي د «شتک» روغتون امر احمدتمیم د ناپېژنده وسلهوال په برید کې وژل شوی دی. بلخوا د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي هم د یاد ډاکټر وژنه تاییدوي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د اسلامي امارت مشر هېواد کې د کوکنارو کښت په اړه د سروې امر کړی
![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2023/02/۴۵.jpg)
د کورنیو چارو وزارت اړوند له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت وايي، د اسلامي امارت مشر هبتالله اخندزاده امر کړی چې هېواد کې د کوکنارو کرل شوي فصلونه باید سروې شي.
مهاجر فراهي: هلمند کې د تصویري راپورونو د منع کولو موضوع څېړو
![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2023/02/s960_Working_with_the_Afghan_media_in_Helmand.jpg)
د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړی بنسټ «نی» مسوولان وايي، د هلمند محلي چارواکو د له خبریالانو غوښتي چې د دغه ولایت له مسوولانو او اوسېدونکو څخه دې تصویري راپورونه نه جوړوي او نه هم خپروي.
د «نی» مسوول ظریف کریمي وايي چې د دغه محدودیتونو لګول به افغانستان کې د خبریالانو د کار دوام له بېلابېلو جدي ننګونو سره مخ کړي.
هبتالله اخوندزاده قاضیانو ته: حد او قصاص جاري کړئ!
![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2022/11/3833366.jpg)
د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې مشر یې هبتالله اخوندزاده د قاضیانو په یوه غونډه کې هغوی ته سپارښتنه کړې چې ټولنه کې حد او قصاص عملي کړي.
هبتالله اخندزاده: د ښځو حقونو په اړه دې زما فرمان په بشپړه توګه پلی شي
![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2022/10/c2294b87-1629-4989-b763-df751dfdeb7f_16x9_1200x676.webp)
د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد بېګاه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ا.ا مشر هبتالله اخندزاده د استخباراتو عمومي ریاست له مسوولانو او د ۳۴ ولایتونو د استخباراتو له رییسانو سره کتلي دي. نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي امارت مسوولان به هغه ته حساب ورکوي چې د تېر یوه کال په موده کې یې څومره شریعت تطبیق کړی دی.
د پاکستان یوې محکمې د عمرانخان د نیولو امر کړی
![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2022/10/296539_3150187_updates.jpg)
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد محکمې د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمرانخان د نیولو امر کړی دی.
کرزی: افغانستان کې د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر تړل شوي
![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2022/08/hamid-karzai-iec-speech-2010.jpg)
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د اسلامي احکامو له مخې نه، بلکې دا کار د پاکستان په امر شوی دی. د ا.ا سرپرست حکومت تراوسه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو څرګندونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
پلازمېنه؛ په يوه ساعت کې ۳ چاودنې او د کابل د پنځمې حوزې د امر وژل کېدل
![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2021/02/eedd-p2nj1asler7ztyzj6vwgq15s76uixox7tafisuzbm0.jpg)
نن پلازمېنه کابل په یوه ساعت کې د درېيو چاودنو شاهده وه. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، لومړۍ چاودنه د پغمان ولسوالۍ اړوند «عبدالعلي کلا » کې وشوه چې زیان یې نه درلود.
په دغه چاودنه کې یو رنجر موټر د ماین ښکار ګرځېدلی.
د فرامرز په وینا، دویمه بمي چاودنه چې د سهار ۸:۳۸ دقیقې د دویمې امنیتي ناحیې اړوند قوای مرکز سیمه کې په یوه فرونر ډوله موټر وشوه، په ترس کې یې څلور کسان ټپیان شول.