افغانستان کې د وروستي سیاسي تحولاتو له کبله دغه هېواد د کادرونو د وتلو له ناورین سره مخ دی؛ هغه ناورین چې په کور دننه ډېری برخې ترې اغېزمنې شوي او زرګونه هېوادوال یې، له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړې دي.
سلاموطندار په دې راپور کې د خبریالۍ، لوړو زدهکړو او روغتیا برخه کې د کادري تشې اغېزې ارزولي دي. موندنې ښيي چې دې درېوو برخو کې د متخصصو کادرونو تېښتې، د پام وړ اغېزې رامنځته کړي او دې برخه کې رامنځته شوې تشې ډکولو لپاره هڅې بېپایلې وې. په راپور کې له ۱۴ رسنیو، شپږو پوهنتونونو او اتو روغتونونو مسوولانو سره مرکې شوې دي.
پر رسنیو د کادرونو د وتلو اغېزې؛ د مسلکي ځواک کمښت او راتلونکې ته اندېښنه
افغانستان کې د سیاسي تحولاتو د رامنځتهکېدو راهیسې د درېوو کلونو په تېرېدو سره، د هېواد رسنۍ د متخصصو کسانو له نشتوالي سره مخ دي.
له ۱۴ رسنیو «پنځه انځوریزې او نهه غږیزې»، څلور کډوال خبریالانو او د رسنیو یوشمېر بنسټونو سره د سلاموطندار مرکې ښيي چې له هېواده د تجربهلرونکو خبریالانو وتل، د رسنیو منځپانګې پر کیفیت هم د پام وړ اغېز کړی او تراوسه دغه تشه نهده ډکه شوې.
د رسنیو بنسټونو او خبریالانو فدراسیون د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د مسلکي کسانو کډوالي نهیوازې د منځپانګې کیفیت کم کړی، کاري کمیت هم خپلې ټیتې کچې ته رسېدلی دی.
د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیو د فدراسیون مشر بشیرعاطف وايي چې شاوخوا ۴۰سلنه رسنیز او علمي کادرونه له هېواده وتلي دي. هغه خبرداری ورکوي چې د جمهوري دورې په جریان کې د خبریالانو شمېر له ۱۲۰۰۰ څخه شاوخوا ۵۵۰۰ ته راټیټیدو شوی او اوس مهال د معلوماتو برخه کې بحران رامنځته کړی دی.
نوموړي وویل: «د جمهوریت په کلونو کې، موږ شاوخوا ۱۲۰۰۰ رسنیز کارمندان درلودل چې هېواد کې شاوخوا ۷۰۰ فعالې رسنۍ وې. نن ورځ، زموږ د خبریالانو او رسنیو کارمندانو شمیر شاوخوا ۵۵۰۰ دی چې په ۴۰۰ څخه زیاتو رسنیو کې کار کوي. د پنځو زرو ښځو چې د جمهوریت په وخت کې په رسنیو کې کار کاوه. نن ورځ، شاوخوا ۸۰۰ کار کوي او پاتې نور نارینه دي چې په خبري ادارو کې کار کوي.»
د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د جندر برخې مسووله مطواع کبیر له هېواده د خبریالانو وتلو په اړه خبرداری ورکوي. «دا کسان یوازې خبریالان نهوو، د خبریالانو نوي نسل لپاره یوه الګو وه، په تلو یې، ډېری رسنۍ د مسلکي کسان نشوالي سره مخ دي، شنونکي، هغه کسان چې د منځپانګې تولید برخه کې مسلکي و، له لاسه ورکړي او کیفیت، خپلواکي، تنوع او نور ډېر څه اغېزمن شوي دي.»
د ارزو راډیو ټلوېزیون مسوول بصیر عابد وايي چې هېواد کې سیاسي تحولات لامل شوي چې ۶۰سلنه خپل مسلکي کسان له لاسه ورکړي. «د رژیم له بدلون وروسته، زموږ شاوخوا ۶۰ سلنه کارمندان یا کډوال شوي یا یې دفتر پرېښی. په دې حالت کې، موږ ډېر مسلکي خبریالان، ډېر مسلکي کیمرهمینان، زموږ د تولید مدیران، زموږ د خپرونو مدیران درلودل چې زموږ د محتوا او خپرونو په کیفیت یې خورا لوی اغېزه درلوده. له بده مرغه، د یو څه مودې لپاره، موږ نشو کولی هغه ډول خپرونې خپرې کړو چې باید مو درلودې وای، له همدې امله موږ ستونزو سره مخ شو.»
طارق رسا چې د نظام بدلون مخکې یې، رسنیز فعالیت درلود او په هېواد کې پر رسنیو د محدودیت، امنیتي ګواښونو او سیاسي فشار له امله هېواد پرېښود، هېواد کې د خبریالانو راتلونکی اندېښمنونکی بولي.
نوموړي وویل: «افغانستان کې د ژورنالیزم راتلونکی په ناڅرګند حالت کې دی. د بیان پر ازادۍ د سختو محدودیتونو، د خپلواکو رسنیو د ځپلو او د متخصصینو د وتلو سره، هېواد کې د معلوماتو چمتوکولو پروسه له جدي خطر سره مخ ده. که دا بهیر دوام ومومي، نو خپلواک ژورنالیزم به احتمالاً ورک شي او یوازې هغه رسنۍ به پاتې شي چې د حکومت لارښوونو ته غاړه ږدي.»
پر پوهنتونو د کادري او مسلکي کسانو د وتلو اغېزې؛
له هېواده د علمي او مسلکي کسانو تېښتې، پر ښوونیز نظام ناوړه اغېز کړی دی. سلاموطندر درېوو خصوصي، دوه انسټیټیټونونو او درېوو هغو استادانو سره چې له هېواده وتلي، مرکې کړي او پایلې یې ښيي چې د پوهنتون زدهکړو کیفیت ټيټ او زدهکړو ته د زدهکړیالانو انګېزه هم خورا راټیټه شوې ده.
بلخ کې د یوه انسټیټیوټ مشر چې نهغواړي دې راپور کې یې، نوم یاد شي، وايي، دې انسټیټیوټ وروستیو کلونو کې خپل ګڼشمېر ښوونکي له لاسه ورکړي دي. نوموړی ټينګار کوي چې د دې تشې ډکولو لپاره په اوږدمهال کې وخت او پلان جوړولو ته اړتیا لري.
نوموړي وویل: «په وروستیو پرمختګونو کې، موږ د خپلو اکاډمیک کارمندانو نږدې ۷۰سلنه له لاسه ورکړي دي. دلته موږ نږدې له اتو څخه ډېر د ماسټرۍ درجې ښوونکي درلودل. کله چې تاسو کدر له لاسه ورکړئ او د هغوی پر ځای نوي خلک راولئ، نو دا خورا توپیر لري. دوی نشي کولای چې د مقابل لوري رضایت ترلاسه کړي، دوی نشي کولی نصاب په سمه توګه تطبیق کړي. په شلو، دېرش کلونو کې موږ د دې د جبران لپاره ښه تعلیمي هوساینې ته اړتیا لرو او بیا به ورته کدر ولرو.»
همداراز د یوه خصوصي پوهنتون مشر چې نهغواړي دې راپور کې یې، نوم یاد کړو، وايي، نږدې ۴۰سلنه تجربهلرونکي ښوونکي یې، له لاسه ورکړي دي. «د تجربې لرونکي شاوخوا ۴۰ سلنه ښوونکي او په ځینو پوهنځیو کې شاوخوا ۹۰ څخه تر ۹۵ سلنه پورې، ښوونکو خپلې دندې پرېښودي او نورو هېوادونو ته تللي دي. هغه استادان چې نوې دي، خو د دوی تجربې، هغه څېړنې چې دوی کلونه کړي یا دوی د ماسټرۍ او دوکتورا لري او د دوی څیړنې چې په ټوله نړۍ کې په غوره ژورنالونو کې خپرې شوي، د هغو کسانو څخه خورا توپیر لري چې دې مسلک ته نوي راغلي دي. هغه ښوونکي چې تللي شاوخوا اویا څخه تر اتیا سلنه پورې دوکتورا لري، پاتې نور د ماسټرۍ درجې دي.»
د کابل پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنتون مخکینی استاد امید افغان وايي چې د هېواد پرېښودل ورته ټولنیزه او اخلاقي اړتیا وه. «د ۲۰۲۱کال له تحولاتو وروسته، ډېری استادان د مشروعیت، سانسور، د علمي ازادۍ ګواښ او رواني او فیزیکي امنیت نشتوالي سره مخ شو. له ۴۰ تر ۵۰سلنه استادانو هېواد پرېښود. زموږ راتلو لپاره باید د تدریس ازادي، فیزیکي او رواني امنیت او د پوهنتونو فضا او افراطي ایدیولوژي پاکه شي. راتګ یوازې هلته مانا لري چې ښوونکې وې، نه یوازې عادي تدریس کوونکی.»
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون یو بل ښوونکی احمدحامد قادري وايي چې د نظام په بدلون او ورځ تر بلې د محدودیتونو لګولو له امله یې، هېواد پرېښود. «حاکم نظام په استادانو او زدهکړیالانو محدودیتونه ولګول او د اکاډمیک فعالیتونو لپاره یې ځای نور هم محدود کړ. د استادانو ګټې نږدې ۴۰سلنه کمې شوې او موږ ورو ورو مایوسه کېدو. برسېره پردې، ما هلته د خپلو ماشومانو، ځان او خپلې میرمنې راتلونکې په بشپړه توګه تیاره وموندله.»
پر روغتونونو د کادري او متخصصو کسانو د وتلو اغېزې؛
د رسنیو او ښوونیزو بنسټونو ترڅنګ له هېواده د مسلکي او متخصصو کسانو د وتلو له امله روغتیايي برخه هم خورا اغېزمنه شوې ده.
سلاموطندار په هېواد کې روغتیايي برخه هم ارزولې چې دې برخه کې یې، د څلور روغتونونو او څلور کلینیکونو له مسوولانو سره خبرې کړي دي. موندنې ښيي چې د متخصصو کسانو وتل د روغتیايي خدمتونو پروړاندې کولو اغېز کړی دی.
بلخ کې د یوه کلینیک سرپرست چې نهغواړي نوم یې، دې راپور کې یاد شي، سلاموطندار ته وايي، د متخصصو کسانو له وتلو وروسته، دغه مرکز کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
هغه وویل: «د ماهرو او متخصصو ډاکټرانو له وتلو سره، هغه ستونزې چې روغتونونه ورسره مخ دي، د ځانګړو مهارتونو نشتوالی او په مختلفو څانګو کې د تجربهلرونکو ډاکټرانو کموالی، د خدماتو کیفیت کم کړی او سربېره پردې، ډېری ناروغان ډیرو پېچلو درملنو ته اړتیا لري او له ډېرو ستونزو سره مخ دي. په ټولیز ډول، دې پروسې د درملنې بهیر او د روغتون خدماتو باندې د خلکو پر باور منفي اغېز کړی دی.»
د یوه روغتون مشر چې نهغواړي نوم یې، واخیستل شي، وايي چې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې یې روغتون فعالیت درلود، خو په وینا یې، د نظام بدلون سره متخصص ډاکټران له لاسه ورکړي دي.
نوموړي وویل: «د حکومت له بدلون وروسته، ځینې کارمندان، د متخصص څانګې، او د دوی د روغتونونو ډاکټران د ناامنۍ له امله له هېواده ووتل. موږ حتی د دیارلس یا څوارلسو ولایتونو څخه ناروغان درلودل، دوی د ډاکټرانو لیدو ته راتلل او د دوی لپاره بهر ته د تګ اړتیا نهوه، خو اوس موږ د متخصصینو ستونزو سره مخ یوو.»
دغه راپور کې داسې مهال له هېواده د مسلکي کسان د وتلو له امله د منفي اغېزو پایلې بیانوي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د تېرکال د اپرېل میاشتې څخه د همدې کال تر جون پورې ۵۳۲زره او ۸۵۴ کسان له افغانستان څخه وتلي دي.


