د بلخ د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولان وایي چې یاد ولایت کې د معلولو ورزشکارانو ترمنځ د «لامبو وهلو» پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې.
دغه سیالي د «معلول محتاج نهدی، معتاد محتاج دی» په نوم نن پنجشنبه، چنګاښ پنځمه، د معلولو ورزشکارانو د جسمي وړتیا ښودلو په موخه جوړې شوې وې.
د دې سیالیو تنظیموونکی محمدرضا جمالي وايي چې د یادو سیالیو د پیلولو څخه یې، موخه د معلولیتلرونکو کسانو د وړتیاوو معلومول دي. «فکري وړتیا د فزیکي وړتیا څخه لوړه ده. نن ورځ، د دې سیالیو په ترسره کولو سره، موږ غوښتل چې د معلولیت لرونکو کسانو ملاتړ وکړو او موږ به په راتلونکي کې د دې ډلې ملاتړ وکړو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال ځینې لوبغاړي د دې سیالیو ترسره کول، د یادې ډلې لاسنیوي لپاره یو ګام او د معلولیت لرونکو خلکو لپاره په ټولنه کې د معنیلرونکي شتون فرصت په توګه بیانوي.
هارون چې د سیالي یو ګډونوال دی، سلاموطندار ته وویل: «موږ ډېر خوښ یوو چې دا ډول سیالۍ ترسره شوې، څو موږ وکولی شو خپل استعدادونه او مهارتونه وښیو. د معلول لامبو وهونکو لپاره باید د روزنې مرکزونه جوړ شي.»
د سیالۍ په پای کې د افغانستان د نابینایانو سازمان او د بلخ د پارالمپیک ادارې لهخوا غوره لوبغاړو ته جایزې ورکړل شوې.


