Asset 1SWN

سلام وطندار

ستره محکمه: نن مازدیګر د شوال میاشتې لیدلو هڅه وکړئ

هلال مرکزي کمیټه میاشت لیدلو هڅه

د سترې محکمې د رؤیت هلال مرکزي کمېټې له هېوادوالو غوښتنه کړې چې نن مازدیګر په خپلو سیمو کې د شوال میاشتې د لیدلو لپاره هڅه وکړي.

سترې محکمې نن چهارشنبه د حوت ۲۷ / مارچ ۱۸ یوه خبرپاڼه کې ویلي، که هر څوک سپوږمۍ وویني، نو خپل مالومات دې اړوندو محاکمو او مسوولو ادارو سره شریک کړي.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د شاهدانو شهادت به د شریعت اصولو په اساس وارزول شي او د کوچني اختر اعلان به د رؤیت هلال مرکزي کمېټې پلاوي له لوري ترسره کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام