په بېلابېلو ولایتونو کې یوشمېر کورنۍ وایي، تر هغې چې یې د ماشومانو ناروغي جدي پړاو ته نه‌وي رسېدلي، روغتیايي مرکزونو ته یې نه‌وړي او کور کې یې درملنه کوي.

په دې راپور کې له کابل، لوګر او غور ولایتونو څخه له اوو کورنیو سره خبرې شوي چې ټولو ویلي، کله یې چې ماشومان د تبې، ټوخې، د نس‌درد او نورې ناروغۍ ولري، د کور د مشرانو د تجربو پربنسټ پخپله د ناروغۍ تشخیص کوي او درملنه یې پيلوي.

بي‌بي‌ګل د غور او عبدالغفور د لوګر اوسېدونکي دي؛ دوی د خپلو ماشومانو د کورنۍ او خپل‌سري درملنې د تجربو په اړه داسې وایي:

بي‌بي‌ګل وایي: «کله چې د ماشوم پوزه اوبه کوي او ټوخی ولري، ویکس او وازلین سره ګډوو او ماشوم ته یې وهو. همدارنګه، ټوکر تودوو او د ماشوم د اوږو پر شا یې ږدو او مساج ورکوو. تر هغه چې ماشوم ډېر په تکلیف کې نه‌وي، کلینیک ته نه‌ځو، ځکه زموږ له کوره لرې دی.»

عبدالغفور هم وایي: «کله چې ماشوم ډېر نه ژاړي، لوبې کوي او شیدې او خواړه خوري، فکر کوو ناروغي یې جدي نه ده. که لږ زکام، لږه تبه یا سپک اسهال ولري، په کور کې یې درملنه کوو.»

افغانستان کې حاکم دود او رواج لامل شوی چې ګڼې کورنۍ د خپلو ماشومانو ناروغۍ د ډاکټر له مشورې پرته، د خپلو تجربو او باورونو پربنسټ تشخیص کړي او درملنه یې پيل کړي.

فواد شهباز د کابل او ناجیه محبوبي د غور اوسېدونکي دي، دوی وایي چې ډېری وخت د خپلو ماشومانو ناروغي د کور د مشرانو د تجربو او سپارښتنو پر بنسټ تشخیصوي او که ناروغي سپکه وي، لکه تبه او زکام، نو ماشومان په کور کې د یوناني درملو یا ساده دواګانو په وسیله تداوي کوي.

دوی زیاتوي چې یوازې هغه مهال ماشوم ډاکټر ته وړي چې کورنۍ درملنه بې‌پایلې پاتې شي.

فواد شهباز وایي: «که ماشوم لږه تبه ولري یا زکام وي، فکر کوو کومه جدي خبره نه ده. ترجیح ورکوو چې په کور کې یې وساتو او خپله درملنه وکړو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ناجیه محبوبۍ هم وایي: «که ماشوم غوږ درد ولري یا سینه‌بغل شي، په کور کې ورته غوړي یا د بوټو دوا ورکوو. که شکم درد ولري، کورنۍ درمل ورکوو. یوازې هغه وخت ډاکټر ته یې بیایو چې کورنۍ درملنه ګټه ونه کړي.»

د عامې روغتیا وزارت سلام‌وطندار ته وایي چې یاد وزارت هڅه کوي په افغانستان کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، څو ټول هېوادوال وکولای شي درملیزو خدمتونو ته لاسرسی ولري او له خپل‌سري او کورنۍ درملنې څخه ډډه وکړي.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل، وایي: «وزارت بېلابېل پروګرامونه پیل کړي، څو خلک روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي. د رسنیو، روغتیايي مشاورینو او داوطلبانو له لارې د عامه پوهاوي کمپاینونه روان دي، څو کورنۍ وپوهېږي چې ماشومان، په ځانګړي ډول تر پنځو کلونو کم عمره، که په ژمي کې ناروغ شي، باید ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته یوړل شي.»

د عمومي داخله ناروغیو متخصص ډاکتر مجیب‌الله محمدي بیا وایي: «ناسم تشخیص کولای شي د ناروغي د مزمن کېدو، شدیدو عوارضو او حتی د مرګ لامل شي. د سمې درملنې ځنډ د ناروغۍ د پرمختګ سبب کېږي او دایمي ستونزې رامنځته کوي. د دې د مخنیوي لپاره باید عامه پوهاوی زیات شي او روغتیايي مرکزونه پیاوړي شي.»

د کورنیو ترمنځ د پوهاوي نشتوالی، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی او د درملنې لوړ لګښتونه د دې لامل شوي چې یوشمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو د ناروغیو پرمهال په خپله د ناروغي تشخیص وکړي او ورته درمل وټاکي؛ هغه کړنه چې طبي کارپوهان یې د ماشومانو د روغتیا لپاره خطرناکه بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام