د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د هند پر وړاندې د نړيوال شل اوريز کرېکټ جام (T20 World Cup) د سيالیو د بايکاټ «لوبې نه کولو» پرېکړه تاييد کړې او ويلي يې دي چې دا ګام یې، له بنګله‌دېش سره د يووالي د څرګندولو لپاره پورته کړی دی.

د الجزیرې خبري شبکې نن پنجشنبه، سلواغې ۱۶مه یوه راپور کې د شهباز شريف له قوله لیکلي: «موږ له ژور غور وروسته دا پرېکړه کړې ده او په دې موضوع کې اړينه ده چې له بنګله‌دېش سره ودرېږو او د هغوی ملاتړ وکړو.»

روانه اوونۍ د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې د هېواد کرېکټ ملي لوبډله به د فبرورۍ په ۱۵مه د هند پر وړاندې سيالي ونه‌کړي، خو هغه مهال يې د پرېکړې لامل نه‌و څرګند کړی.

خو په پراخه کچه دا ګومان کېده چې دا اقدام د بنګله‌دېش د هغې پرېکړې په غبرګون کې شوی چې له مخې يې بنګله‌دېش هند ته د سفر له انکار وروسته له سياليو ايستل شوی و.

د لومړي وزير وروستۍ وينا، د دې پرېکړې اصلي انګيزه روښانه کړه او د بايکاټ موضوع يې رسمي بڼه ورکړه. نوموړي وويل: «موږ ډېر روښانه دريځ خپل کړی دی چې د هند پر وړاندې به دا لوبه ونه‌کړو. د پاکستان باور دا دی چې کرېکټ سپورټ دی، سياست نه‌دی او سياست بايد له سپورټه لرې وساتل شي.»

که څه هم شهباز شريف نور جزییات ورنه‌کړل، خو د هغه څرګندونې د روان کرېکټ ناورین لور ته اشاره کوي چې وروسته له هغه پيل شوی چې تېره مياشت يو بنګله‌دېشی لوبغاړی، مصطفیٰ فيض الرحمن، د هند د کرېکټ د کنټرول بورډ (BCCI) په لارښوونه له(IPL)  څخه وايستل شو.

 د BCCI د عمومي منشي ديوجيت سايکيا په وينا، دا پرېکړه د بنګله‌دېش او هند ترمنځ د سياسي کړکېچ له امله شوې وه چې وروسته يې د پېښو يو لړ رامنځته کړ او د پاکستان د بايکاټ پرېکړې ته يې لاره هواره کړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په کېدونکي نړیوال شل اووره جام کې هند او پاکستان په يوې ډلې کې شامل دي او ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې په يوه مهمه او زياته کتل کېدونکې سيالۍ کې په سريلانکا کې سره مخ شي چې له هند سره يوځای د ټورنمنټ کوربه دی.

د پاکستان له اعلان وروسته، د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) په يوه خبرپاڼه کې وويل: «انتخابي ګډون د سياليو روحيه او سپېڅلتيا تر پوښتنې لاندې راولي». ICC

 کرېکټ نړیوالې شورا زياته کړه: «که څه هم موږ د ملي پاليسۍ په اړه د حکومتونو رول ته درناوی لرو، خو دا پرېکړه د نړيوال کرکټ او د ميليونونو مينه والو، په ځانګړي ډول په پاکستان کې، په ګټه نه ده.»

نړيوالې شورا وويل چې لاهم د پاکستان د کرېکټ بورډ (PCB) له لوري رسمي خبر ته په تمه دي او هيله يې څرګنده کړه چې PCB به د دې پرېکړې اوږدمهاله اغېزې په پام کې ونيسي، ځکه دا کار د نړيوال کرېکټ پر نظام اغېز کولی شي.

تر اوسه دا نه ده روښانه چې ايا پاکستان به يوازې دوه امتيازونه له لاسه ورکړي، که له نورو بنديزونو سره هم مخ شي. د شل اوريز نړيوال جام سيالۍ راتلونکې شنبه پيلېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام