د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څه باندې ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو مهار لپاره شپږ پروژې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.
يادې پروژې په ګربزو، اسماعيل خيل مندوزي، عليشرو او سپيرې ولسواليو کې د اوبو او برښنا وزارت له لوري بشپړې او ګټېاخيستنې ته وسپارل شوې.
د يادو پروژو د ګټېاخيستنې په پار په ګربزو ولسوالي کې جوړه شوې غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست مولوي عبدالطيف منصور وويل چې د ليژې اوبو بند ترڅنګ د اوبو مهارولو برخه کې شپږو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارلې.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست دغهراز وويل چې اسلامي امارت د اوبو تنظيم برخه کې د هيواد بېلابېلو برخو کې سترې او وړې پروژې په پلان کې لري.
په بشپړو شويو پروژو کې په ګربزو کې د ليژې بند چې ۵۱ متره اوږدوالی، ۳۹ متره پلنوالی او ۱۶ متره لوړوالی لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اوبو د ياد ذخيروي بند ترڅنګ په سپيره ولسوالي کې د ۲۷۹ متره په اوږدوالي استنادي ديوال، د اسماعيلخېلو مندوزيو ولسوالۍ کې ۳۳۸ متره استنادي ديوال او د ۸۶۷ مترو په اوږدوالي کانال، د عليشېرو ولسوالۍ نرګيسي چکډیم او همداشان بيلابيلو سيمو کې د لسو کاريزونو ترميم او پاکوالو پروژې شاملې دي.
د يادو پروژو په بشپړېدو سره د خوست اوسېدونکي هم خوښ څرګندوي چې په دې سره به يې تر يوه بريده د ځمکو خړوبولو برخه کې د اوبو ستونزه حل شي.
د خوست يو تن اوسيدونکي صادق خان غوښتنه وکړه چې لا هم کانالونو، استندادي ديوالونو او د اوبو برخه کې د لا نورو پروژو پلي کيدو ته اړتيا لري.
د مالوماتو له مخې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې خړوبه شي.


