د بدخشان په ډېری کورنیو کې هر سهار «شورچای» تیار او د یوې ځانګړې کلچې سره یوځای د دسترخوان ښکلا بلل کېږي.
د بدخشان اوسېدونکی فردوس عالمي وايي چې شورچای ساده څښاک نهدی، بلکې هغه خواړه/ څښاک دی چې د یادې سیمې اوسېدونکو له دسترخوان سره تړلی او له پخوا راهیسې دود دی.
د نوموړي په وینا، که د ورځې او شپې د خوړو پرمهال شورچای نهوي، د ستړیا احساس کوي. د نوموړي په باور شورچای د بدخشان پخوانی دودیز څښاک دی چې ورو ورو یې، د ګاونډ ولایتونو دسترخوانونو ته هم لاره موندلې ده.
عالمي یاد څښاک د بدخشاني فرهنګ سره تړلی بولی، هغه میراث چې د خلکو له کډوالۍ سره یوځای نورو سمیو ته هم تللی دی.
نوموړي وویل: «د بدخشان په کورونو کې د شورچای تیارولو دود، نه یوازې په بدخشان کې بلکې په ټوله نړۍ کې، د ژوندي پاتې کیدو اصلي دلیل شاید دا وي چې دا خواړه/څښاک د بدخشان یو له خورا لرغونو تاریخي څښاکو څخه دی چې د بدخشان د خلکو ډېر اوږد تاریخ لري، کوم چې د نیکونو څخه، د بدخشان د خلکو د پخوانیو نسلونو ته، هر چیرې چې وي، رسېدلی دی او دا طبیعي ده چې هرڅوک غواړي د خپلې ځمکې، خپلې سیمې، خپل ولایت کلتوري ارزښتونه په هره ممکنه لاره ژوندي وساتي.»

بدخشان کې ټولنیز فعال بېک محمداحمدي وايي چې شورچای په خپل ګرم بخار، له مالګې، چهارمغز او قیماق ډک خوند سره، د هغو کسانو کیسې کوي چې پېړۍ، پېړۍ وړاندې یې، ژوند کاوه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د احمدي په وینا، شورچای په بدخشان کې نه یوازې د لوږې ختمولو لپاره، بلکې د یووالي او مېلمهپالنې سمبول دی چې ټولنیزه ملګرتیا له ځان سره لري.
هغه وویل: «کله چې موږ نورو ولایتونو ته ځو، که موږ له چارواکو سره یوو، یا له همکارانو او ملګرو سره یو، مهمه نه ده چې موږ په کوم ولایت کې یوو، دوی وايي، تاسو شورچای کاروئ، تاسو شورچای څښئ، پدې معنی چې دوی پوهیږي چې د بدخشان خلک شورچای سره تړلي دي…»
د بدخشان یو بل اوسېدونکی عبدالباسط خراساني هم پر دې باور دی چې شورچای د صمیمیت سمبول دی چې له کلونو راهیسې یې، د یاد ولایت اوسېدونکي سره نږدې کړې دي. د نوموړي په وینا، دې ساده څښاک د خلکو ټولنیز ژوند کې مهم رول لوبولی دی.

هغه وویل: «موږ بدخشيانان هماغه شورچای چې زموږ په لاسونو کې دی، د خپل تېر تاریخ په توګه وینو، موږ په هغه کې خپل پیوستون وینو. فرض کړئ چې موږ په یوه کورنۍ غونډه کې ناست یو او شورچای څښوو، هلته نه یوازې د اوسني وخت یادونه او خاطرې شتون لري بلکې تېرهم یادېږي. د بیلګې په توګه په ځانګړو مراسمو لکه د اختر ورځې، یا ودونو، یا ځینې مېلمستیا په هغو محفلونو کې موږ خپل زوړ او قبیلوي دود، شورچای څخه استفاده کوو.»
له دې سره هممهاله د ژر پخېدونکو او نننیو خوړو د دودېدو له امله پر دسترخوان د شورچای کېښودل، کمرنګه شوی، خو لاهم هغو سیمو کې چې خلک یې، عصري ژوند ته نهدي راغلي، خپل دوام ته روان ساتلی دی.


