د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي د مسکو فارمټ شپږمې ناستې په څنډه کې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي، دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او روسيې پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو او سيمهييزو چارو خبرې کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، اميرخان متقي هيله څرگنده کړې چې د روسیې او د افغانستان سرپرست حکومت ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو کچه لوړه شي.
ښاغلي تکل وویل:
«د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف هم دغه لیدنه کې ویلي چې هېواد يې د افغانستان اړوند ټولو ناستو ته د اسلامي امارت استازي بللي او دې چارې ته دوام ورکوي. سرگي لاوروف ټينگار وکړ چې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمې له کنگل بېرون شي او افغانستان سره تعامل له نورو چارو سره ونه تړل شي.»
د روسيې د بهرنيو چارو وزير افغانستان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې د خپل هېواد د اړيکو پر پراختيا ټينگار کړی او ویلي، روسيي شرکتونه لېواله دي چې افغانستان کې د کرنې، کانونو او ټرانسپورټ برخو کې پانگونه وکړي.
ښاغلي سرگي لاوروف همداراز سيمه او نړۍ کې له وروستيو بدلونونو وروسته د افغانستان موقعيت ته په اشارې وويل، افغانستان د سيمې د اقتصادي نښلون په برخه کې مهم رول لرلی شي.