د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی چې سعودي عربستان له افغانستان سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.
دغه مرسته به د افغانستان په کرنې برخه کې د سکتور پیاوړتیا او د خوړو د خونديتوب د ستونزو د کمولو لپاره ولګول شي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې د دې مرستې له لارې به شاوخوا ۱۰زره افغان وګړي چې پر کرنه بوخت دي، ملاتړ وشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه پروژه د ICRC لهخوا او په ګډه افغانستان سره د هلال احمر ټولنې په همکارۍ ترسره کیږي. د پروژې اصلي هدف د کوچنیو بزګرو توانمندول دي، څو د کرنې غوره لارې چارې زدهکړي او د خوړو د امنیت پر وړاندې مقاومت زیات کړي.»
کرنه د افغانستان له مهمو اقتصادي سرچینو څخه شمېرل کېږي چې نږدې ۸۰سلنه افغانان د دې سکتور له لارې د خپلو کورنیو د خوړو او نورو اړتیاوو پوره کولو سره بوخت دي.


