سلاموطندار په دغه راپور کې له ۳۰ ځوانانو سره مرکې کړي چې د یادو مرکو پرمهال ۲۸ ځوانانو د دوی د ملاتړ او طرفیت لوړونې لپاره د پروګرامونو له کمښت شکایت لري.
د یادو ۳۰ ځوانانو له ډلې یې، ۱۵ نارینه او ۱۵ ښځینه دي چې وايي، د ځوانانو ملاتړو بنسټونو خپل فعالیتونه درولي او یا هم د پام وړ کم کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بلخ اوسېدونکی احمدباسط چې د حقوق پوهنځي زدهکړیال دی، وايي، د جمهوریت له پرځېدو وروسته، له هېڅ ډول ملاتړیز پروګرام نهدی برخمن شوی. «د نظام له سقوط وروسته هېڅ داسې ښوونیز پروګرام چې د ځوانانو ملاتړ لپاره وي، ګډون مو نهدی کړی. ځینو بنسټونو خپل فعالیتونه درولي او یا هم کم کړي دي.»
د بدخشان اوسېدونکی ۲۲کلن احمدزبیر وايي چې تراوسه یې، د ځوانانو ملاتړ پروګرامونو کې ګډون نهدی کړی او د یادو پروګرامونو له کمښت شکایت لري. «د جمهوریت په پرتله ښوونیز پروګرامونه کم شوي؛ د ا.ا په راتلو سره یو ډول نظام بدل شوی او هغو کسانو چې دې برخه کې فعالیت کاوه، بهر تللي دي.»
د کابل اوسېدونکې ۲۶کلنه شهناز وايي چې حکومت باید ځوانانو ته ملاتړيز پروګرامونه جوړ کړي. «ځوانان د جمهوریت په پرتله اوس ملاتړو پروګرامونو ته ډېره اړتیا لري؛ ډېری ځوانان وزګاره دي؛ زدهکوونکي او زدهکړیالانې کورناستي ته اړ شوي او ملاتړي پروګرامونه دې ډېر شي.»
د غزني اوسېدونکې ۲۸کلنه لیدا وايي: «ځوانان ملاتړ ته اړتیا لري. د دوی د ودې لپاره باید مختلف پروګرامونه پیل شي. ځوانانو ته باید د ودې فرصتونه برابر شي، که هغه د حکومت لهخوا وي یا د ادارو له خوا.»
د دې راپور مرکه شویو کسانو زیاته کړه چې د ځوانانو لپاره د ملاتړ نشتوالی او د اغېزمنو پروګرامونو نشتوالی، د دې لامل کېږي چې ډېر ځوانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوالي وکړي.
د پروان اوسېدونکی احمدمیلاد وايي: «ځوانان د ډوډۍ موندلو لپاره ایران، ترکیې، جرمني او اروپايي هېوادونو ته کډه شول؛ خو هغوی د ډوډۍ لپاره د خوړو په لټه کې شول.» دوی زرګونه ستونزې او مرګونه ومنل؛ دا وضعیت د ملاتړ پروګرامونو د نشتوالي له امله دی.
د کابل یوې اوسېدونکې شکیلا هم وویل: ځوانان غواړي چې د سکالرشپونو له لارې له هېواده ووځي، څو دوی هم خپلې زدهکړې ته دوام ورکړي او هم مناسب کاري فرصتونه ومومي.»
د دې راپور مرکه شویو ۳۰ کسانو له ډلې، یوازې دوو کسانو ویلي چې سرپرست حکومت او خصوصي بنسټونو له لوري له ښوونیزو ملاتړو پروګرامونو برخمن شوي دي.
محمدانیس چې ۲۵کاله عمر لري او د پروان اوسېدونکی او د انجینیري پوهنځي فارغ دی، سلاموطندار ته وايي، په تېرو درېوو کلونو کې په یوشمېر ملاتړي پروګرامونو کې برخه اخیستې ده.«د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو لپاره د انګلیسي ژبې، ریاضي، کمپیوټر روزنې او د لومړنیو مرستو د یوې میاشتې روزنیز پروګرام په څېر پروګرامونه چمتو کړل او ما په هغو کې برخه واخیسته.»
د هرات اوسېدونکې ۲۵کلنه سوسن نوري چې د ژبو او ادبیاتو ښوونځي فارغه ده، وايي: «یو لړ سیمینارونو کې مې ګډون کړی او اسناد هم لرم؛ دا بنسټونه د ځوانانو ظرفیت لوړونې برخه کې کار کوي او کم شوي دي؛ ځکه ډېری بنسټونه یې، د نظام بدلون وروسته تړلي دي.»
د دې راپور مرکه شوي کسان داسې مهال د ملاتړ پروګرامونو د نشتوالي په اړه شکایت کوي کې چې د ځوانانو د ملاتړ یوشمېر سازمانونه د خپلو ملاتړ پروګرامونو او نور یې د خپلو فعالیتونو کمښت خبر ورکوي.
د افغانستان د ځوانانو د پیوستون محور، د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو انسټیټیوټ /ANSO د کابل پوهنتون د رواني مشورې مرکز او میډیوټیک سازمان د هغو ادارو څخه دې چې لاهم ځوانانو ته د ملاتړ پروګرامونو چمتو کولو برخه فعال دي.
د اینسو موسسې رییس حنیف فرزام وايي چې دغه بنسټ تېرو درېوو کلونو کې ځوانانو ته ملاتړي پروګرامونه جوړ کړي دي. «موږ په کابل او ولایتونو کې د انساني ارزښتونو په محور سیمینارونه، کنفرانسونه او علمي او عملي غونډې پیل کړي؛ په افغانستان کې د تشبث په برخه کې، موږ په درېوو برخو کې ځوانانو ته د ملاتړ فرصتونه برابر کړل.»
د افغان ځوانانو د پیوستون مرکز بنسټ ایښودونکی، زمان الدین حکیمي وايي: «د آنلاین او مخامخ علمي سیمینارونو پیل کول، د لیکوالانو، شاعرانو او په مختلفو برخو کې فعالو ځوانانو لهخوا د مقالو خپرول او د نجونو لپاره د انلاین ښوونځي جوړول چې ۱۲۰۰ ګډونوال یې درلودل، د دې سازمان له لاستهراوړنو څخه دي.»
شفیقالله انصار، د کابل پوهنتون د رواني مشورې مرکز کې یو ارواپوه دی چې له دوو کلونو راهیسې د رواني مشورې په څانګه کې کار کوي. دی وايي: «موږ د زدهکونکو د انعطاف او اکاډمیک ودې کچه ښه کولو لپاره پلان لرو؛ زموږ پروګرامونه د پسرلي او مني دواړو سمسترونو کې دي؛ زموږ په پروګرامونو کې انفرادي پروګرامونه، ډلهییز پروګرامونه، د ظرفیت لوړولو پروګرامونه او هڅوونکي سیمینارونه شامل دي.»
د افغان ځوانانو د پیوستون مرکز، د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو انسټیټیوټ او د کابل پوهنتون د رواني مشورې مرکز مسوولان وايي چې دوی په تېرو دوو کلونو کې په مختلفو سکتورونو کې له ۱۱۲۰۰ ځوانانو سره مرستې کړې دي.
په افغانستان کې د میډیاټک موسسې مشر احمدولي احمدي وايي چې دا اداره له ۳۰ کلونو راهیسې د بشري مرستو، روزنې، د تعلیم او سوداګرۍ په برخو کې د ځوانانو لپاره د مالي ملاتړ په برخو کې کار کوي.
د مدني ټولنې د همفکره اېتلاف رییس لعل محمد حدید وايي چې د جمهوریت له پرځېد وروسته یې، فعالیتونه د پام کم او یا هم درول شوي دي. «د ویناوالۍ په برخه کې موږ د ځوانانو د بورسونو لپاره خپل غږ پورته کړی، څو د دوی حقونه ورته برابر شي؛ اوس زموږ فعالیتونه ډېر محدود دي او دوی اجازه نهراکوي.»
د افغان فکري ځوانانو ټولنیز او مدني سازمان مشر او بنسټ ایښودونکی محمدرامین شفیعزاده هم وايي: «موږ د ډېرو پوهنتونونو سره د تفاهم یادښتونه لاسلیک کړل، څو هغه ځوانان معرفي کړو چې ټیټ اقتصاد لري؛ موږ د ویناوالۍ او مدیریت په برخه کې وړیا کورسونه جوړ کړل او ځوانانو ته مو تعلیم او پوهاوی ورکړ. د بدلون څخه شپږ میاشتې وروسته، زموږ فعالیتونه ودرول شول.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېعالله ابراهیمي وايي چې دغه وزارت تېرکال ۷۴زره کسانو ته په مسلکي او فني برخه کې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده. «اوس مهال، شاوخوا زر ځوانان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تخنیکي او مسلکي مرکزونو کې د حرفوي زدهکړو پر زدهکړه بوخت دي؛ زموږ هڅه دا ده چې خلکو ته په ځانګړې توګه ځوانانو ته، که په خصوصي یا دولتي سکتورونو کې وي، د کار فرصتونه برابر کړو.»
د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران وايي، د ځوانانو معینیت د ځوانانو د ودې او ترویج لپاره مختلف پروګرامونه تنظیم کړي چې زرګونه ځوانان ترې ګټه پورته کړې ده. «په ټول هېواد کې زرګونو ځوانانو د روزنې او ظرفیت جوړونې پروګرامونو څخه ګټه پورته کړې ده او اوس د روزنې او ظرفیت جوړونې پروګرامونه روان دي چې کولای شي، دوی د دندو موندلو ته وهڅوي.»
د ملي احصایې او معلوماتو ادارې له لوري شوې سروې پر بنسټ، په ۱۴۰۳ کال کې، ۶.۵ میلیونه افغان ځوانان د ۱۸ او ۳۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري.
د اوو غیر دولتي سازمانونو او د کار، ټولنیزو چارو، او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو سره مرکې ښیي چې په تېرو درېوو کلونو کې نږدې ۱۰۰،۰۰۰ ځوانان د ملاتړ او ظرفیت لوړولو پروګرامونو څخه ګټه پورته کړې ده.