که څه هم له تېرو څلور کلونو راهیسې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره زدهکړې ځنډول شوي، خو اسلام او نړیوالو قوانینو د نجونو د زدهکړو پر ارزښت ټينګار کړی دی.
له همدې امله یوشمېر حقوقپوهان د زدهکړو حق د نجونو له لومړنیو او بنسټییزو حقونو څخه شمېري. حقوقپوه خاطره یاران وايي: «زدهکړې نهیوازې بشري حق دی، بلکې د مېرمنو د توانلوړولو، فقر کمولو او د ټولنیز عدالت ترلاسه کول شمېرل کېږي. د نجونو د زدهکړو ځنډول د بشرحقونو روښانه نقض دی. د بشرحقونو اعلامیې ۲۶مه ماده کې ویل شوي چې زدهکړه د ټولو لپاره یو حق دی او دولتونه مکلفوي چې د ښځو زدهکړو پر وړاندې تبعیضونه لرې کړي.»
زدهکړې د هر انسان بنسټیز حق ګڼل کېږي، خو په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د زدهکړو بندیزونه د دوی پر رواني او ټولنیزو وضعیتونو جدي اغېزې کړي دي.
د دې بندیز له امله ډېری نجونې له رواني ستونزو، اضطراب، د ځان ارزښت کمېدو او ناوړه ټولنیزو پایلو لکه اجباري ودونو سره مخ شوي دي.
بصیره چې ۱۹کلنه ده او د کابل اوسېدونکې ده، له لسم ټولګي وروسته ښوونځي ته له تګ راګرځول شوې. هغې وویل چې غواړي راتلونکي کې یوه حقوقپوهه شي، خو د ښوونځیو بندیدو له امله یې د فردي او ټولنیز پرمختګ فرصتونه محدود شوي دي.
بصیره وايي: «تعلیم د هرې نجونې حق دی. که د نجونو د تعلیم ملاتړ وشي، هغوی کولی شي د ټولنې لپاره روښانه راتلونکی جوړ کړي. د نجونو د تعلیم له پامه غورځول د فردي او ټولنیز پرمختګ لوی خنډ دی. تعلیم یوازې حق نه، بلکې اړتیا او ضرورت دی.»
۱۶کلنه نازیلا د جوزجان اوسېدونکې ده، څلور کاله کېږي چې له تعلیم څخه محرومه ده. هغه وايي، د خپلو ټولګیوالو د کم عمره وادونو شاهد ده او د مکتبونو بیاپرانېستو غوښتنه کوي.
نازیلا وايي: «زه چې کله اتم ټولګي کې وم، د مکتبونو دروازې زموږ په وړاندې وتړل شوې. ډېره خواشینې شوم، ځکه ما د ځان او وطن لپاره هیلې لرلې. اوس زما ډېرې ملګرې په کم عمر کې واده شوي دي. زه فکر نه کوم چې نجونې به بیا د مخکې په څېر زدهکړې وکړای شي. زما هیله دا ده چې مکتبونه زموږ لپاره بیا پرانېستل شي او زه راتلونکي کې یوه ښه ډاکټر شم او د خلکو خدمت وکړم.»
۱۸کلنه سارا چې د کابل اوسېدونکې ده، د ښوونځیو بندېدو له امله جدي رواني ستونزې لري. هغې ویلي چې د زدهکړې نهشتون یې راتلونکې بېبرخلیکه کړی دی.
سارا وايي: «انسان تر هغه پورې چې ژوندی وي، باید زدهکړې ترلاسه کړي. د زدهکړې نشتوالی زما په ژوند ډېر منفي اغېز کړی دی. په کور کې بېبرخلیکتوب تجربه کوم او راتلونکې مې نامعلومه ده. تقریباً د خپګان یا ډیپریشن نښې مې پیدا کړي دي. یوازې زه نه یم؛ ټول هغه کسان چې له زدهکړو محروم پاتې شوي یوو، باور لرو چې تعلیم زموږ حق دی او دا حق خدای موږ ته ورکړی دی.»
بلخوا، یوشمېر د ښځو حقونو فعالان وایي چې ښوونه او روزنه د ښځو او نارینهوو بنسټیز حقونه دي او دواړه باید په مساوي توګه ورته لاسرسی ولري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ښځو د حقونو فعال عالم تاب رسولی وایي: «په پخوانیو اساسي قوانینو کې د ښځو او نجونو د تعلیم حق یو بنسټیز او اساسي حق ګڼل کېده، خو د اوسنیو شرایطو له مخې، متاسفانه ښځې او نجونې په افغانستان کې له دې حق محرومې شوې دي او محدودیتونه پرې لګول شوي دي.»
سره له دې، یوشمېر دیني عالمان د ښځو د تعلیم د حق رعایت ته د اسلامي او شرعي شرایطو په پام کې نیولو ټینګار کوي چې په ټولنه کې د تعلیم او زدهکړې اهمیت ته په کتو، د ټولو نجونو او ښځو د پرمختګ لپاره ضروري ګڼل کېږي.
دیني عالم، قطبالدین مجتهد وايي: «هېڅوک حق نهلري چې د نورو انسانانو د علم، زدهکړې، پوهې او عقل ترلاسه کولو لارې محدودې کړي. د علم ورکړه او برکت یوازې د یوې ځانګړې ډلې لپاره نهدی؛ هر څوک کولی شي له دې مستفید شي. په عین حال کې، لکه څنګه چې اسلام د علم اهمیت بیان کړی، حیا، عفت، شخصیت او حجاب هم مهم دي او اسلام پرې ټینګار کړی دی.»
بلخوا د ښوونې او روزنې یوشمېر کارپوهان وايي چې د نجونو د تعلیم محدودیتونه د هېواد پر تعلیمي او اقتصادي نظام جدي اغېزې لري او د دې وضعیت دوام د کورنیو او فرهنګي جوړښت د کمزورتیا لامل ګرځي.
د ښوونې او روزنې کارپوه او د پوهنتون استاد اسماعیل روشنگر وایي: «که ښځې له زدهکړې محرومې پاتې شي، پایلې یې د کم عمر واده، د کورني تاوتریخوالي زیاتوالی، د ښځو ظرفیت کمښت، او په ټولنه او اقتصاد کې د ښځو رول نیمګړی پاتې کېدل دي. ښځې د نفوس نیمایي برخه جوړوي، نو د هغوی د ونډې نه شتون د اوږدمهاله فقر، ناامیدۍ او خپګان لامل کېږي.»
د پوهنتون استاد ذکیالله محمدي هم وايي «د ښځو لپاره اوسنی تعلیمي وضعیت ډېر ناوړه او نه جبرانېدونکی دی. حضوري زدهکړه نه یوازې په علمي برخه کې، بلکې په اخلاقو او شخصیت جوړونه هم اغېز لري. آنلاین ازموینې د حضوري ازموینو په اندازه اغېزناک نه دي او د آنلاین زدهکړې اسناد هم د حضوري اسنادو په څېر معتبر نه ګڼل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته، د اسلامي امارت د واکمنۍ له بیاپېل سره، د شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول او اوس، د نږدې څلورو کلونو په تېرېدو سره، دا بحراني وضعیت لا هم دوام لري.
د نړیوالو بنسټونو د راپورونو پربنسټ، دا وضعیت د هېواد پر تعلیمي او بشري حقوقي نظام جدي اغېزې لرلي او په زدهکوونکو کې یې رواني ناروغۍ رامنځته کړي دي.


